د فلسطین د غزې تړانګې ۹۰ فیصده خلک بې کوره شوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151656-د_فلسطین_د_غزې_تړانګې_۹۰_فیصده_خلک_بې_کوره_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشري چارو د غږملتیا دفتر اوچا(OCHA)د فلسطین په غزې تړانګه کښې د ډیرو خلکو په بې کوره کیدا خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې د غزې تړانګه نوي(۹۰) فیصده نفوس بې کوره شوي دي.
(last modified 2024-08-23T04:31:47+00:00 )
Aug 23, 2024 08:58 Asia/Kabul
  • د فلسطین د غزې تړانګې ۹۰ فیصده خلک بې کوره شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشري چارو د غږملتیا دفتر اوچا(OCHA)د فلسطین په غزې تړانګه کښې د ډیرو خلکو په بې کوره کیدا خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې د غزې تړانګه نوي(۹۰) فیصده نفوس بې کوره شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې د بیلابیلو سیمو خلکو ته حکم ورکوي چې له دغه سیمې ولاړ شي.

اسرائیل د امریکا، د بریتانیا ، د فرانسې ، د جرمني ، د کاناډا، د متحده عربي اماراتو، بحرین او د ځینو نورو عربو هیوادونو په مرستې او ملاتړ سره د فلسطین د بې ګناه او بې دفاع خلکو پرضد خپلو حملو او جنایتونو ته دوام ورکوي.

دغه راز د بریتانیا دیرشو ډاکټرانو، نرسانو او د طبي چارو کارپیژاندو لومړي وزیر کیر سټارمر(Keir Starmer) او خارجه وزیر ډیویډ لیمې (David Lammy)ته په یوه پرانیستي لیک کښې په اسرائیلو باندې د وسلو او د مهماتو  په خرڅولو باندې د بشپړه بندیز د لګولو غوښتنه وکړه.

بل خبر دا چې د غزې تړانګې په جنوب کښې په خان یونس سیمه  کښې د «ناصر» روغتون ویاند ډاکټر محمد سقر(Muhammad Saqr) وویل چې دوې درمل او نور طبي تجهیزات نلري او د درملو او د طبي تجهیزاتو د ورتلو غوښتنه یې وکړه.

هغه وویل مونږ د دنیا له ازادو خلکو غواړو چې په نیواکګر اسرائیلو رژيم باندې دباو راولي مونږ ته هغه طبي شیان او درمل چې ضرورت ورته لرو راپریږدي.