-
د القسام کنډک په عملیاتو کې د ۵ نورو صهیونیسټي پوځیانو په هلاکت رسېدل
Jan 19, 2024 02:49په خان یونس کې د فلسطین له مقاومت سره په نښته کې پنځه نور صهیونیسټي پوځیان په هلاکت ورسېدل.
-
کیوبا د صهیونیسټ رژيم په ضد د جنوبی افریقا د شکایت ملاتړ وکړ
Jan 18, 2024 11:26د کیوبا خارجه وزیر د هیګ نړیوالې محکمې ته د اسرائيلي رژيم د نسل وژنې او جنایتونو په باب د جنوبی افریقا له شکایته د هاوانا د حکومت دملاتړ خبر و رکړ.
-
فلسطین کښې د بې ګناه مسلمانانو نسل وژنه روانه ده نور جزیات دلته لرو
Jan 18, 2024 09:43زمونږ خبریال راپور راکړی له حماس سره د اسراییلو تر درې میاشتنۍ جګړې وروسته د طالبانو مشر «ملا هیبت الله اخندزاده» ویلي، سره له دې چې لویدیځ د بشري حقونو د برابرولو ادعا کوي په فلسطین کې د مسلمانانو "نسل وژنه" روانه ده.
-
له اسرائیلو نیواکګر رژیم څخه د لویدیځو هیوادونو نوي ملاتړونه:-
Jan 17, 2024 11:38په داسې حال کښې چې صهیونیسټ رژیم هماغه راز د غزې تړانګې د وسیدونکو فلسطینیانو وژلې ته دوام ورکوي لویدیځو هیوادونو هم له اسرائیلو خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی او اروپايي هیوادونه د ټولو بشر دوستانه ادعاګانو په اپوټه اسرائیلو ته په دغه جنګ او وژلې کښې وسلې ورکوي.
-
دیمن پوځ د صهیونیستي رژيم د کشتیو په ضد نوي علمیات ترسره کړل
Jan 17, 2024 02:51د یمن دپوځ په یوې اعلامیې کې وئیل شوي دي ، په سره سمندر کې ددغه وحشي رژيم په ضد دخپلو عملیاتو په دوام کې ئې له دغه رژيم سره اړونده یوه بله کشتۍ هم په شیشت کې په راوستوسره په اور کې سوځولې ده .
-
د غزې مظلومو او مقتدرو خلکو دنیا تر اغیز لاندې وروستلي ده
Jan 16, 2024 11:53زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ټول ایران د جمعې لمانځه له خطیبانو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ: د فلسطین د غزې تړانګې مظلوم او مقتدر خلک وتوانیدل دنیا د خپلو مبارزو تر اغیز لاندې ورولي.
-
د اسرائیلو د دړې وړې کیدا نښې پیل شوي دي
Jan 16, 2024 09:49العالم ټلويزیون راپور راکړی د اسرائیلو تاریخ لیکونکي «ایلان بابیه» وویل: د صهیونیزم د پلان د کار د ختمېدا لپاره اپوټه شمېرنې پیل شوي او د صهیونیسټي رژیم د دړې وړې کیدا نښې نښانې ښکاره شوي دي.
-
د امریکا او د انګلستان بریدونه د تاوتریخوالو سبب ګرځي
Jan 16, 2024 06:56فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټریش سره په ټیلي فوني تماس کښې په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا حملې سټراټيژیکه غلطۍ وبلله کومه به چې په سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شي.
-
مقاومتي ځواکونه په سیمه کې په خپلواکه توګه عمل کوي
Jan 15, 2024 08:22د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وویل: مقاومتي ځواکونه د یمن په ګډون په سیمه کې، په خپلواکه توګه او د خپلو ګټو په چوکاټ کې اقدام کوي.
-
پر یمن د امریکا او انګلستان بمباریو دوی خپلو هدفونو ته نه دي رسولي
Jan 15, 2024 12:14د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي اعلان وکړ چې پر یمن باندې د امریکا او انګلستان یرغلونه، اغېزمن نه وو او نه به هم اغېزناک وي.