ایران د مسلمانانو پرضد هرډول تاوتریخوالی غندي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147718-ایران_د_مسلمانانو_پرضد_هرډول_تاوتریخوالی_غندي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني وویل د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه د مسلمانانو د اعتقاداتو، اصولو او سپیڅلتیاو او د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالي ، ترهګرو حملو او له توپیر او نفرت څخه ډکې هر ډولې څرګندونې غندي.
(last modified 2024-03-16T03:31:42+00:00 )
Mar 16, 2024 01:23 Asia/Kabul
  • ایران د مسلمانانو پرضد هرډول تاوتریخوالی غندي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني وویل د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه د مسلمانانو د اعتقاداتو، اصولو او سپیڅلتیاو او د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالي ، ترهګرو حملو او له توپیر او نفرت څخه ډکې هر ډولې څرګندونې غندي.

هغه پرون له اسلام  څخه د خلکو او د هیوادونو له ویرولو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کښې د رسنیو او د ټولنیزو رسنیو په شمول د اسلام ضد کمپیانونو په ډیرې پراخیدا باندې د نیوکې په ترڅ کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه د مسلمانانو د اعتقاداتو، اصولو ، سپیڅلتیاو او د هغوې پرضد تاوتریخوالی ، ترهګرې حملې او له توپیر او نفرت څخه هر ډول ډکه وینا په کلکه غندي.

سعید ایرواني وویل دا ډول اقدامات او سیاستونه چې هر ځاې وي نو د نړۍ په هر هیواد کښې به په ټولو مسلمانانو باندې ورانونکي اغیزې وکړي په تیره بیا په هغو مسلمانانو چې تر خارجي نیواک لاندې په کمزورو موقعیتونو کښې یا په اقلیت کښې ژوند کوي.

په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر او استازي سعید ایرواني زیاته کړه په دې لړ کښې دنیا هماغه راز د فلسطینیانو پرضد د هره ورځ د تیریو کتونکي ده چې  ځمکې یې تر نیواک لاندې دي او اسرائیل د یوه نیواکګر رژیم په توګه د خپلو متحدانو په ملګرتیا سره د ترهګرۍ او د اسلام ترمینځ د نیغ په نیغه ارتباط د رامینځته کولو له لارې د اپارتائیډ اقداماتو او د جنایتونو د توجیه لپاره ناوړه هڅه کوي.