مشی ګن کې په بېلابېلو ډزو کې ۶ کسان وژل شوي
Aug 15, 2026 13:19 Asia/Kabul
د امریکا د مشی ګن ایالت په مسکیګي کاونټي کې په بېلابېلو ځایونو کې د ډزو په پېښو کې د شکمن بریدګر په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو په یوه کور کې د درېیو کسانو مړي او یو ټپي کس موندلی او د شکمن کس د لټون پر مهال یې په بل کور کې هم یو مړی موندلی دی.
پولیس وایي، د ۳۹ کلن شکمن بریدګر موټر د یوې ځنګلي سیمې ته څېرمه موندل شوی چې له هغه ځایه د نوموړي او یوه بل کس مړي ترلاسه شوي دي.
د پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.
ټیګونه