د جنوبي افریقا ځینې ښاریز به ونیول شي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیرې «نالدي پانډور» وویل د هیواد هر وګړی چې د غزې تړانګې پرضد جنګ کښې له صهیونیسټ رژيم سره مرسته وکړي جنوبي افریقا ته د ستنیدا په وخت به ونیول شي.
هغې له فلسطینیانو سره د پیوستون په مراسمو کښې چې د جنوبي افریقا د واکمن ملي کانګرس ګوند د چارواکو په ګډون سره وشول وویل د جنوبي افریقا ښاریز چې د صهیونیسټ رژيم په پوځ کښې یا په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو په څنګ کښې جنګیږي هیواد ته له راستنیدا وروسته به ونیول شي.
د جنوبي افریقا خارجه وزیرې «نالدي پانډور» دغه راز د خپل هیواد خلک د اسرائیلو د ملاتړو هیوادونو د سفارتونو مخ ته د مظاهرو د ترسره کولو او د اعتراض د کولو لپاره وروبلل.
د جنوبي افریقا حکومت د فلسطین د خلکو کلک ملاتړی او په اسرائیلو باندې نیوکه کونکی دی او صهیونیسټ رژيم یې د هیګ د انصاف نړیوالې محکمې او د جنګي جنایتونو محمکې ته ورکاږلی دی.