-
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر اسرائیلو ته تللی
Jun 03, 2022 00:28ایرنا خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي بیګا د صهیونیسټ رژیم له چارواکو سره د کتنې لپاره نیواکي ټاټوبو ته ورغی.
-
په نیواکي فلسطین کې د بیرغ د لاریون په غبرګون کې پراخې نښتې
May 31, 2022 09:37د اردن د سیند د لوېدیځي غاړې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستانو د بیرغ د لاریون په غبرګون کې د اسرائیلي رژیم د ښارګوټو د اوسېدونکو او د فلسطینیانو تر مینځ سختې نښتې رامینځ ته شوي دي.
-
سازباز کوونکي د اسرائیلو رژیم په جنایت کښې شریک دي
May 30, 2022 08:21تسنیم خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله غورځنګ یوه مسوول د عربو سازباز کوونکي رژيمونه د قدس او د الاقصی جومات پرضد د صهیونیسټ نیواکګرانو په جنایتونو کښې شریک وبلل.
-
د عراق پارلمان اسرائیل سره هر ډول اړیکې جرم وباله
May 28, 2022 01:09د عراق پارلمان د یو قانون په تصویبولو سره، د اسرائیلي رژیم سره د حکومت له لوري د اړیکو هر ډول رغونه جرم بللی دی.
-
صهیونیستي رژیم د سردار خدایي په ټرور اعتراف وکړ
May 26, 2022 09:27صهیونیستي رژیم امریکې ته ویلي چي د ایران د وسله والو ځواکونو د یو ډګروال ټرور د دې رژیم له لوري تر سره شوی دی.
-
د ۲۰۰۰ کال بریالیتوب د لبنان ستر بریالیتوب و
May 26, 2022 01:10ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا په اسرائیلو باندې بریالیتوب د «یوم الله» یوه ورځ وبلله او ویې ویل هغه بریا چې حزب الله په دوه زرم میلادي کال کښې لاس ته راوړه د لبنان د اوسمهاله تاریخ تر ټولو ستره بریا ده.
-
اسرائیلي رژیم هره ورځ فلسطیني ماشومان وژني
May 25, 2022 11:18د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي فلسطیني ماشومان هره ورځ د صهیونیستي رژیم د جنایتونو ښکار ګرځي.
-
صهیونیسټ رژيم د ماتیو د پټولو هڅه کوي
May 25, 2022 01:10فلسطین انلاین اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري وویل د بیرغ لاریون د خپل حیثیت د بیرته د ترلاسه کولو او په خپلو وروستیو ماتیو باندې د برغولي د کیښودلو لپاره د صهیونیسټ رژیم هڅه ده.
-
نړیوال استکبار ته به د صیاد خدايي د جنایت ځواب ورکړل شي
May 25, 2022 00:49ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر بیګا په یوې خبر پاڼه کښې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د یوه چارواکي شهید حسن صیاد خدايي د ټرور د غندلو په ترڅ کښې وویل، نړیوال استکبار به د دغه ټرور د جنایت ځواب ترلاسه کړي.
-
د قطر امیر د ابو عاقله د ټرور په هکله د تحقیق غوښتنه وکړه
May 21, 2022 09:55الخلیج الجدید د راپور پراساس د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل د دغه هیواد امیر تمیم بن حمد ال ثاني د صهیونیسټ عسکرو په لاس د الجزیرې ټیلي ويژن د فلسطینې خبریالې شیرین ابو عاقله د شهادت په هکله د تحقیق غوښتونکی دی .