د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر اسرائیلو ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116770-د_اټومي_انرژۍ_د_نړیوال_اژانس_مشر_اسرائیلو_ته_تللی
ایرنا خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي بیګا د صهیونیسټ رژیم له چارواکو سره د کتنې لپاره نیواکي ټاټوبو ته ورغی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2022 00:28 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر اسرائیلو ته تللی

ایرنا خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي بیګا د صهیونیسټ رژیم له چارواکو سره د کتنې لپاره نیواکي ټاټوبو ته ورغی.

د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر نفتالي بنت دفتر په یوې  خبر پاڼه کښې وویل چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي له لومړي وزیر سره د کتنې لپاره تل ابیب ته رسیدلی دی.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي او د صهیونیسټ نیواکګر رژیم لومړی وزیر نفتالي بنت به نن کتنه او خبرې وکړي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر سفر اټومي تړون ته د نه ورستنیدا لپار د امریکا او د لویدیځو هیوادونو تر دباو لاندې د راوستلو لپاره د صهیونیسټ رژیم له ورانونکو اقداماتو وروسته ترسره کیږي.

صهیونیسټ رژيم او دغه راز د سیمې ځینې عرب حکومتونه له سعودي عربستان، متحده عربي امارات ، بحرین وغیره وغیره سره یوځاې  زیات کوشش کوي چې امریکا اټومي تړون ته ورستنه نشي او په ایران هماغه راز زیات دباونو او بایکاټونه دوام ولري.