له ایران سره د امریکا په خبرو کښې پرمختګ شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی ډي وینس» وویل چې له ایران سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په خپرو کښې پرمختګ شوی دی. هغه له رسنیو سره په مرکه کښې وویل زما په نظر له ایران سره په خبرو کښې پرمختګ شوی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس وویل اصلي پوښتنه دا ده چې ایا په خبرو کښې دومره پرمختګ شوی دی او که نه چې د ولسمشر ټرامپ سره کرښه ډاډمنه کړي؟
هغه وویل د امریکا د ولسمشر ټرامپ سره کرښه ډیره ساده ده او ټرامپ غواړي چې مونږ داسې حفاظتي اقدامات وکړو چې په نتیجه کښې یې ایران هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي.
د امریکا د ولسمشر د مرستیال جی ډي وینس دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې ایران هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې ځکه چې شهید مشر حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي د اټومي وسلو جوړول حرام بلل او د ایران پرضد د امریکا ټولې پروپاګڼدې او تبلیغات دروغ دي ځکه چې د ایران اټومي پروګرام په کامل ډول سوله ئیز دی او دغه خبره د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په ځلونو تائید کړې هم ده.
د ایران ټول اټومي مرکزونه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې دي او ایران هیڅ پټ اټومي پروګرام نلري.
امریکا د نړۍ خلکو ته د ایران په اړه له دروغو ډکې خبرې کوي او امریکا د اسرائیلو ستره ملاتړې او ورسره پوځي او مالي مرسته کونکې ده.