اسرائیلي رژیم هره ورځ فلسطیني ماشومان وژني
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116432-اسرائیلي_رژیم_هره_ورځ_فلسطیني_ماشومان_وژني
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي فلسطیني ماشومان هره ورځ د صهیونیستي رژیم د جنایتونو ښکار ګرځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2022 11:18 Asia/Kabul
  • اسرائیلي رژیم هره ورځ فلسطیني ماشومان وژني

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي فلسطیني ماشومان هره ورځ د صهیونیستي رژیم د جنایتونو ښکار ګرځي.

د فلسطین د روغتیا د وزارت له راپور سره سم، یو فلسطینی ۱۶ زلمی چي په نابلس کې د حضرت یوسف (ع) د زیارت په ترڅ کې د صهیونیستانو له لوري په سر باندې ویشتل شوی په روغتون کې ساه ورکړه.

د فلسطین د کورواکي ادارې خارجه وزارت په فلسطیني وګړو باندې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو د دوام په غندنې سره، اعلان وکړ چي د فلسطینیانو په ضد د اسرائیلي ځواکونو د جنایاتو د پایلو مسئولیت دغه رژیم ته ورګرځي.

تیره شپه هم ۷۷ فلسطیني وګړي د صهیونیستي رژیم د ځواکونو له لوري ژوبل شوي وه.