-
وثیق: د داعش ریښه په افغانستان کې وچه شوې
Sep 13, 2025 10:04د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق وایي، د داعش ریښه په افغانستان کې وچه شوې او د دې ډلې جنګیالي نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.
-
ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو غوښتنه کړې
Sep 13, 2025 09:16له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د درېیم پړاو له پیل سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دغه هېواده غوښتي چې د نړیوال خوندیتوب له مخې، د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي.
-
کانګو کې د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳کسان مړه شوي
Sep 13, 2025 09:09د کانګو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳ مسافر مړه شوي او لسګونه نور نادرکه دي.
-
د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته مرستې وځنډولې
Sep 13, 2025 02:30دپیسو نړیوال صندوق (IMF) افغانستان ته خپلې مرستې ځنډولې دي، ځکه چې د دغه صندوق په وینا په دغه هېواد کې سیاسي ناڅرګندتیا ورځ تر بلې ډېریږي.
-
ملګري ملتونه : د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز له کبله یې د کډوالو د ملاتړ ۸ مرکزونه بند کړي
Sep 13, 2025 02:28د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) استازې له ګاونډیو هیوادونو د ستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستې اته مرکزونه تړلي، ځکه چې د طالبانو د محدودیتونو له امله د دې ادارې ښځینه کارکوونکې کار ته نه دي پرېښودل شوي.
-
یونسیف ویلي وروستیو زلزلو لږ تر لږه ۱۱۸۲ افغان ماشومان وژلي دي
Sep 13, 2025 02:25یونیسف وویل، د تېرې میاشتې زلزلو د افغانستان په ختیځ کې لږ تر لږه ۱،۱۸۲ ماشومان وژلي چې د ټولو تلفاتو تر نیمایي زیات جوړوي.
-
د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په کونړ او ننګرهار کې د زلزلو په پایله کې نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي
Sep 12, 2025 02:30د ژغورنې نړیوال سازمان (Save the Children) اعلان کړی چې د افغانستان په وروستیو ویجاړوونکو زلزلو کې نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه او زرګونه نور بې کوره شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
-
طالبانو په پنجشیر ولایت کې په بشپړ ډول تصویري نشرات بند کړل
Sep 12, 2025 02:13د طالبانو حکومت په یوه تازه پرېکړه کې په پنجشیر ولایت کې تصویري نشرات په بشپړ ډول بند کړل.
-
په قطر کښې پر حماس د اسرائیلو له برید وروسته امنیت شورا بېړنۍ غونډه کوي
Sep 10, 2025 08:31زمونږ خبریال راپور راکړی د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ د مشرانو په کورونو باندې د اسرائيلو هوايي بریدونه په نړیواله کچه سخت غندل شوي دي.
-
افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
Sep 10, 2025 02:37د اسیا کپ شل اوریزو کرېکټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان ملي لوبډلې هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه