-
د قفقاز د امنيتي مسايلو په اړه د ایران او روسيې سلا مشورې / روسيه: ناروې د اوکراين د جګړې اور تازه کوي
Aug 27, 2025 09:06پارس ټوډې - د روسيې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دې وزارت د مرستيال او په مسکو کې د ایران د سفير ترمنځ په کتنه کې، د نړيوال او سيمهييز امنيت مسايل، په ځانګړې توګه په جنوبي قفقاز کې، وڅېړل شول.
-
د ملګرو ملتونو په ناصر روغتون د حملې دپایلو په اړه اسرائیلو ته سخت خبرداری ورکړ
Aug 27, 2025 02:40د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د دفتر ویاندې ثمین الخیطان، وویل: د غزې په جګړې کې د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو لوړ شمېر «د خبریالانو د ټارګټ کولو په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کوي».
-
د امریکائي انتخاباتو یوې احتمالی کاندیدې د قرآن کریم سپکاوی وکړ
Aug 27, 2025 02:34د امریکا د کانګرس د راتلونکو ټاکنو یوې نوماندې د دغه هېواد د سخت دریځه زوړ پالو ډلو ټپلو د پام ځان ته د جلبولو لپاره د الهی آسماني سپېڅلي کتاب قرآن کریم سپکاوی وکړ او هغه ئې وسوځوه.
-
د تل ابیب واکوالان له فلسطینی لوري سره سوله نه غواړي
Aug 27, 2025 02:04الانصاري وویل: قطر د غزې د جګړې تر پای پورې خپلو هڅو ته ژمن دی او په دې چوکاټ کې د هر ډول هڅو هرکلی کوي. هغه زیاته کړه چې اسرائیل د وړاندیز شوي طرحې په اړه ځواب ورکول نه غواړي او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر دغه رژیم دې دباؤنه واچوي.
-
افغان حکومت به پخپل پنځه کلن پراختیايي تګلارې کې اقتصاد او امنیت ته خاص پاملرنه وکړي
Aug 27, 2025 01:43د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د دغې تګلارې په اړه وویل:دا تګلاره داسې جامع اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هیواد د بنسټیزو موخو د ترلاسه کولو په اړه چمتو او ټولې امارتي ادارې په یوې لارې هدایتیږي، دغه شان دا تګلاره د حکومت د موخو د تحقق لپاره د ټولو وزارتونو او ادارو شته سرچینې او فعالیتونه منسجم کوي.
-
د ایران د کمزوري کیدو په اړه د لویديځ باور خام خیال دی / د برازیل او اسرائیلو ډيپلوماټیکه شخړه
Aug 26, 2025 08:37پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي اسماعیل بقائي د لوېديځ هغه دریځ رد کړ چې تهران کمزوری شوی دی او وې ویل: د ایران کمزورتیا یو خام خیال دی.
-
د پاکستان په هنګو کې پر پوځیانو په برید کې ۳ سرتېري وژل شوي
Aug 26, 2025 02:28د خیبرپښتونخوا د هنګو په توره وړۍ سیمه کې د پاکستان پر یوه پوځي کلا په برید کې ۳ پوځیان وژل شوي او تر ۱۵ زیات ټپیان شوي دي.
-
اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
Aug 26, 2025 02:16د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې ده.
-
افغانستان د کرېکټ په یو ورځنیو او شل آوره سیالیو کې د بنګله دېش کوربتوب کوي
Aug 26, 2025 02:05د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې، افغانستان به په اکتوبر میاشت کې د بنګله دېش کوربه وي او دواړه لوبډلې به د دې دوه اړخیزې کرکټ لړۍ په ترڅ کې درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ (ODIs) او درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.
-
اندونیزیا د افغانستان د کتابتونونو په ډیجیټلي کېدو کې مرسته کوي
Aug 26, 2025 01:58د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې اندونیزیا چمتو ده د افغانستان د کتابتونونو د ډیجیټل کېدو لپاره لازم تخنیکي تجهیزات برابر کړي؛ داسې ګام چې د افغانستان د کلتوري مرکزونو د عصري کېدو په لور لومړۍ هڅه ګڼل کېدلای شي.