په افغانستان کې د مهماتوچاودنې دماشومانو ترټولو لوی ګواښ بلل شوی
د د ماشومانو د ژغورنې بسپنې( Save the Children) خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له ترټولو زیاتو ماینونو او چاودېدونکو موادو له ککړو هېوادونو څخه دی، او د مهماتو چاودنې د افغان ماشومانو د ژوبلېدو او وژل کېدو تر ټولو ستر لامل دی.
د تسنیم د راپور له مخې، دغې ادارې په خپلې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې هره میاشت د ماینونو او پاتې شویو چاودېدونکیو موادو له امله تر ۵۰ ډېر عام وګړي په تیره بیا ماشومان وژل یا ټپي کېږي او کابو ۶٫۴ میلیونه خلک په خطر کې ژوند کوي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ د اګست څخه تر ۲۰۲۳ د مې پورې، یوناما ۳۷۷۴ دعامو خلکو مرګ ژوبلې ثبت کړي دي، چې په څلورو کې درې برخې ئې د لاس جوړو شوو چاودېدونکو وسایلو له امله په ګڼ مېشتو ځایونو لکه ښوونځیو، بازارونو او جوماتونو کې رامینځته شوي دي.
په دغې اعلامیې کې ویلي شوي چې چاودېدلي پاتې مهمات (UXO) د ماشومانو د مرګ ژوبلو تر ټولو لوي لامل دي. یوازې تېر کال ۵۴۳ ماشومان د دغو چاودنو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
۸۰٪ قربانیان هلکان دي، او نجونې زیاتره په ښوونځیو باندې په بریدونو کې هدف ګرځي.
دغه چاودنې د افغانستان په پنځو کې یو کس اغېزمن کړي، په ځانګړي ډول بېځایه شوي خلک. د روغتیائي خدماتو کمښت او نابرابره لاسرسی په تیره بیا د کلیوالو سیمو خلکو ته ئې ستونزې لازیاتې کړې دي.
د ماشومانو د ژغورنې بسپنې اټکل کړی چې په روان کال کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغانان ماین ضد خدماتو ته اړتیا لري — چې د تېر کال په پرتله ۵ ٪ زیاتوالی دی.
د ماینونو او چاودېدونکو موادو پراخې ککړتیا په افغانستان کې یو له تر ټولو جدي بشري او امنیتي بحرانونو څخه ګڼل کېږي، ځکه دا مواد په غیر مستقیم ډول، په تیره بیا د اوسیدونکو سیمو او ښوونځیو په شاوخوا کې، ماشومان او کورنۍ په نښه کوي.