په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې دا مهال په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د لړم په ۲۹مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې له ماشومانو ملاتړ کوي.
یاد سازمان زیاته کړې چې د ماشومانو د ودې او زدهکړو د ښه کولو لپاره د ښوونځیو خواړه وېشي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په روغتیايي مرکزونو کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره تغذیه يي خدمات وړاندې کوي.
نوموړي بنسټ څه موده وړاندې هم خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې مېندې د خوارځواکۍ له امله د خپلو ماشومانو مړینه په سترګو ویني او د ژمي په نږدې کېدو سره ښايي د هېواد په کچه د ناکافي تغذیې اندازه نوره هم پراخه شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ګڼو نړیوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز او په چارو کې یې لاسوهنې د دې لامل شوې چې خپل فعالیتونه ودروي یا یې کم کړي دي.