-
تهران او اسلاماباد د کرهڼې په برخې کې دملګرتیاؤ د زیاتولو لپاره هوکړه وکړه
Aug 20, 2025 02:11په ایران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو وویل چې د پاکستان د کرهڼې او خوراکي امنیت د چارو وزیر رانا تنویر حسین او د بېلابېلو برخو اړونده چارواکو په مشرۍ پاکستانی پلاوي د ایران د کرهڼې د چارو له وزیر غلامرضا نوري قزلجه او نورو اړوندو چارواکو سره پراخې خبرې اترې وکړې.
-
اوسنی افغانستان په بشپړه توګه اسلامی ،خپلواک او آزاد دی
Aug 20, 2025 01:58فصیحالدین فطرت پرون د انګلستان له سلطې څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مراسمو کې ووئيل؛ دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک دی.
-
اسلاماباد د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سټراټیژیکو خبرو د شپږم پړاو کوربه دی
Aug 20, 2025 01:48د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم پړاو ستراتیژیکې خبرې به د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۱ په اسلاماباد کې ترسره شي.
-
د فلسطینیانو په وژلو او شکنجه کولو کې د صهیونیسټي رژیم پوهنتونونه غوره رول لري
Aug 20, 2025 01:34د کالیفورنیا پوهنتون څیړونکې او د اسرائیلو یهودي تابعیت لرونکې مایا ویند،، په خپل کتاب کې، چې یو مهم سند بلل کیږي، د اسرائیلو پوهنتونونو او د وژنې سیستمونو ترمینځ مستقیمه اړیکه ایشوا کړې ده. هغې د رسمي آرشیفونو او اسنادو ته لاسرسی موندلی او د فلسطیني او یهودي محصلینو او استادانو سره ئې مرکې کړي دي، چې ښئي څنګه د اسرائیلو پوهنتونونه د سلطې لابراتوارونو باندې بدل شوي دي.
-
ټرمپ د اوکراین له کړکېچه ځان خلاصوي او وائي؛پر چین تمرکز ورته لومړیتوب لري
Aug 19, 2025 12:17پارستوډي - د اوکراین په اړه د اروپائي هېوادونو او امریکا د مشرانو غونډه د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې ترسره شوه.
-
د چینايي کارپوه په وینا: بریکس د نننۍ نړۍ د ثبات او نوښت سمبول دی
Aug 19, 2025 11:58پارستوډي - د چین د فودان پوهنتون د بریکس مطالعاتو مرکز مشر، بریکس هېوادونه د نننۍ نړۍ د ثبات، یقین او نوښت استازي وبلل.
-
حامدکرزي د خپلواکۍ په مناسبت پیغام کې پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی
Aug 19, 2025 11:00د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي بیان کې افغانانو ته پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی دی.
-
افغانستان ۱۰۶ کاله پخوا په همدې ورځ له انګریزانو خپلواکي ترلاسه کړه
Aug 19, 2025 10:46د ۱۲۹۸ لمریز کال (د زمري په ۲۸مه نېټه) د افغانستان پاچا امان الله خان له انګریزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت لهخوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه نېټه) په پرتمین جشن نمانځل کېږي.
-
د چین، پاکستان او طالبانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي
Aug 19, 2025 10:21ځینې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اسلاماباد، بېجینګ او افغان طالبانو ترمنځ درېاړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي.
-
ننګرهارکې لسګونه روږدې کسان راټول او د درملنې په موخه کابل ته واستول شول
Aug 19, 2025 10:12پارس ټوډې - د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې ادارې کارکوونکو د جلال اباد ښار له بیلابیلو سیموڅخه ۱۱۲ تنه پر نشه یي روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه په پلازمینه کابل کې امید روغتون ته واستول.