-
په مشهد کې د امام رضايي کورنۍ تر ټولو لوی جشن جوړېږي
May 08, 2025 02:04د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې او د کرامت د لسیزې په مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته د زړه له قومې مبارکي وائي.
-
صهیونیستي شنونکی:د یمن توغندیوله نړۍسره داسرائیلواړیکه غوڅه کړي
May 06, 2025 10:06پارستودي- د یمن وسلهوال ځواک لخوا د فلسطین په نیواکي ټاټوبو له بریالیو هوائي بریدونو وروسته، یوه صهیونیسټي شنونکي د صنعا د بریدونو په وړاندې د نیواکګر رژیم د دفاعي سیسټمونو بشپړ ناکامي ایشواکړه.
-
د ټرمپ-کنډي په سټایل نسل وژنه؛آیا امریکا د توکمیز بدلون ماډرن آزمیښتځاي شوې ؟
May 06, 2025 08:58پارس تودي - د «ګارډین» ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل شوي چې د زاړه توکمیز بدلون او اصلاح رودې لکه اجباري عقیم کولو یا ډله ییزې نسل وژنې له منسوخ کیدو وروسته، د اوسني امریکایي حکومت تګلاره د ټولنې د کمزورو پرګنو لپاره د ژوند د شرایطو په سیسټماټیک ډول سختولو سره د نرم توکمیز بدلون پلي کول دي.
-
پر یمن د صهیونیسټی رژیم او امریکابرید؛ انصارالله: کلک ځواب به ورکړو
May 06, 2025 08:29پارس تودي - د امریکا او صهیونیسټی رژیم جنګي الوتکو د دوشنبې په شپه د یمن په لویدیځ کې د الحدیده بندر بمباري کړ.
-
افغانستان په نړۍ کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري
May 06, 2025 03:44د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د مې پر پنځمه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دا هېواد په نړۍ کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري.
-
ایران له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې
May 06, 2025 03:07په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې او رغونې برخه کې همکاري وکړي.
-
نن د می پنځمه د قابله ګانو نړیواله ورځ ده
May 05, 2025 11:14د قابله ګانو نړیوالې ورځې په رارسېدو سره، په افغانستان کې یو شمیر قابله ګانې له سختو کاري شرایطو شکایت کوي او د دې برخې محصلینې بیا له ناڅرګند راتلونکي سره مخ او له زده کړو محرومې ګرځول شوي دي.
-
قرغیزستان افغانستان ته د ۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت تیل صادر کړي دي
May 05, 2025 10:22د قرغیزستان د احصایې کمېټې اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت تېل صادر شوي دي.
-
خپل هېواد ته راستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې له ناڅرګند راتلونکې سره مخ دي
May 05, 2025 10:06د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) ویلي چې په تېره اپریل میاشت کې ۲۵۰ زره افغان کډوال په ډېر بدحالت کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
-
پاکستان زرګونه افغان ماشومان د هغوی د کورنیو له غړیو پرته ایستلي دي
May 05, 2025 09:45د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) ویلي چې، زرګونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته اخراج شوي، چې ۲۰ سلنه یې هغه ماشومان دي چې له خپلو کورنیو یا سرپرستانو بېل پاتې شوي او په ډېرو سختو شرایطو کې اوسي.