اسلامی نړئ دې د اسرائیلي جنایاتو پر وړاندې غوڅ ګامونه پورته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165554-اسلامی_نړئ_دې_د_اسرائیلي_جنایاتو_پر_وړاندې_غوڅ_ګامونه_پورته_کړي
  د ملایشيا لومړي وزیر د پاکستان په څنګ کې د خپل هیواد د صهیونیسټي رژیم له  خوا  د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د جنایاتو پر وړاندې په همغږۍ په ټینګار سره، د غزې د خلکو د رنځ  د ختمولو لپاره د دواړو خواؤ  د  ګډو او غوڅو ګامونو  د پورته کولو په باب  غوښته وړاندې کړه او وې ویل چې ملایشيا د ټرمپ د ۲۰ ماده ایز  پلان چوکاټ په اړه ملاحظې لري.
(last modified 2025-10-06T07:25:35+00:00 )
Oct 06, 2025 11:53 Asia/Kabul
  • اسلامی نړئ دې د اسرائیلي جنایاتو پر وړاندې غوڅ ګامونه پورته کړي

  د ملایشيا لومړي وزیر د پاکستان په څنګ کې د خپل هیواد د صهیونیسټي رژیم له  خوا  د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د جنایاتو پر وړاندې په همغږۍ په ټینګار سره، د غزې د خلکو د رنځ  د ختمولو لپاره د دواړو خواؤ  د  ګډو او غوڅو ګامونو  د پورته کولو په باب  غوښته وړاندې کړه او وې ویل چې ملایشيا د ټرمپ د ۲۰ ماده ایز  پلان چوکاټ په اړه ملاحظې لري.

  ایرناخبری آژانس نن د پاکستان د رسمي خبري اژانس  له قوله راپور ورکړی،ملایشیا ته د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف د سفر په په وخت کې، دواړو  هېوادونو دملګرتیا شپږسندونه لاسلیک کړل.

د ملایشیا لومړی وزیر انور ابراهیم، په پوتراجایا کې  د پاکستان  له لومړي وزیر شهباز شریف سره په  ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې  وویل چې ملایشيا به له پاکستان سره  په دفاعي او د  ترهه ګر ضده چارو  کې ملګرتیا پیاوړې کړي.

هغه د جنوبي اسیا بدلونونو ته په اشارې سره وویل، د پاکستان او هند ترمنځ سوله د سیمې د ثبات لپاره حیاتي ده.

د ملایشیا لومړي وزیر هم د فلسطین د ملاتړ او  په غزې کې د نسل وژنې د دریدا لپاره  دپاکستان د دریځ ستاینه وکړه او وې ویل: مونږ د غزې   دشخړې دختمولو لپاره د امریکا د ولسمشر د پلان  هرکلی کوو،البته  ملایشيا د دغه پلان د چوکاټ په اړه خپلې ملاحظې لري.

 همدارنګه،  د پاکستان لومړي وزیر،شهباز شریف  هم  په دغې لیدنې کې وویل،  هېواد ئې د ګډو موخو ترلاسه کولو لپاره له ملایشيا سره   لویو اقتصادي ملګرتیاؤ ته  ژمن دی.  هغه ووئيل باید  نړیواله ټولنه په تیره بیا اسلامی نړۍ  د غزې د مظلومو خلکو د درد او کړاؤ د ختمولو لپاره جدی ګامونه پورته کړي  او په نړیوالو اورګانونو کې دې د  جنایتکارو په ضد  خپل دریځونه روښانه  او عملی کړي.