طالبان په امریکا کې د افغانستان سفارت د بیا پرانیستلو هڅه کوي
د طالبانو ویاند د بګرام د بیرته نیولو په اړه د امریکا د ولسمشر له وروستیو څرګندونو وروسته، اعلان وکړ چې دا ډله په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه له امریکايي چارواکو سره په خبرو بوخته ده.
د افغان طالبانو د حکومت ویاند "ذبیح الله مجاهد" وویل چې افغان چارواکي په واشنګټن کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو په اړه له امریکا سره په خبرو بوخت دي.
مجاهد چې له "سکای نیوز" خبري شبکې سره یې خبرې کولې، هیله څرګنده کړه چې په کابل کې به د امریکا سفارت ب هم ژر پرانیستل شي.
د طالبانو ویاند په ورته وخت کې د بګرام اډې د امریکا ته د سپارلو خبره هم رد کړه او ویې ویل چې افغانا ن به هیڅکله د بګرام د بیرته نیولو اجازه ورنکړي.
مخکې له دې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې هغه د بګرام اډې د بیرته نیولو په لټه کې دی او له طالبانو سره په خبرو اترو کې دی ترڅو یې کنټرول په لاس کې واخلي.