-
پاکستان یو ځل بیا دافغانستان له حدودو د ترهه ګرو داستفادې د دریدا غوښته وکړه
Nov 27, 2024 02:47د پاکستان د پوځ دعمومی اړیکو ادارې آئي ایس پي آر یوه اعلامیه خپره کړې او وئیلي ئې دي ، ددغه هیواد امنیتی ځواک پرون دافغانستان له حدودو د پاکستان خاورې ته د نفوذ لپاره د ترهه ګرو دیوې ډلې هڅه شنډه کړې ده. په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د پاکستان شمالي وزیرستان په سرحدي سیمې کې د پاکستان په خاورې د سپيرو ګانونو د کیښودو لپاره د ترهه ګرو هڅه ناکامه شوې او د پاکستانیو پوځیانو په عملیاتو کې درې ترهه ګر هلاک شوي دي.
-
د ایران څو زره پرمختللی سنټرفیوژونه مدار ته واریدیږی
Nov 27, 2024 01:51د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د اسپانیا له خارجه وزیر خوزه مانوئل البارس بوئنو سره د پرتګال په کایشکش ښار کې د ملګروملتو د تمدنونو د ائیتلاف دټولنې د غونډې په څنډې کې کتنه کړې او د دوو اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو پشمول ئې د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په باب خبرې اترې کړي دي.
-
اسلامی ایران د هیوادونو ترمینځ دګډسوله ایز ژوند د لوړتیا لپاره د خبرواترو ملاتړی دی
Nov 27, 2024 01:36عباس عراقچی پرون په پرتګال کې د ملګروملتو د تمدنونو د ائيتلاف د ټولنې په لسمې ناستې کې پخپلې وینا کې د سیمه ایزو بدلونونو او سولې د موضوع په باب د ایران ددریځونو په بیانولو سره د فلسطین د مظلومو خلکو د نسل وژنې اوقتل عام له امله انساني بوږنونکي غمیزې ته اشاره وکړه او د صهیونیستي وحشي رژيم ددوامدارو جنایتونو په تیرو ۱۴ میاشتو کې ئې د نړیوالو اورګانونو په بې عملۍ سختې نیوکې وکړې.
-
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو پاکستان ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله
Nov 27, 2024 01:13د پاکستان لوبډلې د ۴۸ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۲۹ منډې یی وکړې او د ۲۱ منډو په تفاوت یې ماتې وخوړه.
-
امریکا د ایران او اروپا په ایټمي خبرو اترو کې برخه نه اخلي
Nov 26, 2024 12:59ټاکل شوې ده،د ایران او اروپائي ټرائيکا ترمینځ خبرې اترې دنومبر په ۲۹ نیټه د سویس په جینیوا کې ترسره کیږي.
-
په پاکستان کې دې د شیعیانو په ضد دترهه ګرو حملو مخه ونیول شي
Nov 26, 2024 12:44د اسلامی ویښتیا نړیوالې ټولګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان په کورمې ضلعې کې د ترهه ګرو سپیر او ورانکار فعالیتونه په سخته محکوم کړي دي .
-
د حضرت امام رضا په حرم کې د افغانستان د طالبانو پلاوی
Nov 26, 2024 10:24د افغانستان د طالبانو د حکومت د فواید عامه وزارت د ریل پټلۍ معین او دټرانسپورټي وزیر مرستیال په مشهد مقدس کې په شتون سره د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم له زیارته مشرف شو.
-
په پاکستان کې د سیاسی ترینګلتاؤ اوج،امنینی مامورانو او مظاهره چیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي
Nov 26, 2024 10:07له بیګا راهسې د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې پوځ ګزمې کوي او د سترو حکومتي ودانیو ساتنه ئې زیاته کړې ده. دغه راز وئيل شوي دي چې دوه پولیس هم وژل شوي دي.
-
افغانستان له ایران سره هر ډول ملګرتیاته تیار دی
Nov 26, 2024 09:57د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران د سفارت له نوي مشر سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ
-
د پاکستان په پاراچنارکې په نښتو کې اتیا کسان قرباني شول
Nov 25, 2024 12:34په تیرې پنجشنبې ورځي د پاکستان د کورمې ضلعي په مندوریو ، اوچت او بګن سیمو کښې د طوري او د بنګښ قوم د شیعیانو په دوو سوو مسافری ګاډو چې له پاره چناره پیښور ته او دغه راز له پیښور څخه پاره چنار ته روان وو، وسلوالو ترهه ګرو له مخکې د پلان شوي پروګرام په اساس له دواړو خواؤ پر دغو مسافری ګاډو ناتار جوړ کړ او د شپږو میاشتو ،اتو میاشتو او یولسو میاشتو درو ماشومانو پشمول پنځه ماشومان او اوه میرمنو سره یوځاي کابو ۴۳ کسان شهیدان او دغه راز په لسګونو نور هم پکې ټپیان شول.