-
په درست پاکستان کې د پاراچنار د شیعیانو د وژلو په محکومیت کې مظاهرې دوام لري
Jul 31, 2024 03:45ترټولو ستره غونډه په اسلام اباد کې د پریس کلب په وړاندې شوي او اعتراض کونکو سړیو،ښځو او ماشومانو د شعارونو په ورکولو سره دپاراچنار د بې دفاع خلکو په ضد دتکفیری ترهه ګرو ډلو وسلوال اقدامات په سخته محکوم کړي او ګواښ ئې کړی دی چې که حکومت او پوځ په دې اړه جدي اقدامات ونه کړي ،نو په نزدې راتلونکي کې به دپاراچنار په لور لاریون وکړي.
-
وحشی صهیونیستي رژیم د حزب ا.. یوه قوماندان په ترور کې ناکام شول
Jul 31, 2024 03:42د لبنان امنیتی سرچینو راپور ورکړی، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د یوه لوړپوړي قوماندان دترور لپاره د وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم سپيره هڅه ناکامه شوې ده ، داپه داسې حال کې دي چې په لبنان حمله د حزب ا... د ولسی غورځنګ مبارزانو د احتمالي ځواب په نسبت د صهیونیسټي پوځیانو د ویرې او وحشت سبب شوې ده.
-
د فلسطین له ولسه دافغانستان د طالبانو دحکومت د ملاتړ قدرونه کوو
Jul 31, 2024 03:05په افغانستان کې د ایران کلتوری سلایار د افغانستان د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور له مشر سره په کتنې کې ووئيل، د طا لبانو حاکمیّت د فلسطین د خلکو ترڅنګ په دریدا سره په یوه فرصت بدل شوی دی.
-
نوی حکومت به د ایران د ملت دعزت او ګټو ساتونکی وی
Jul 31, 2024 01:49د ایران داسلامی جمهوریت نوی ولسمشر ووئيل، د ولس په پشتوانې او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په ملاتړ او لارښونو سره او د هیواد دټولو ارکانو او سیاسی لورو ترمینځ د اجماع په رامینځّةکیدا سره به د ایران دعزت او ګټو او په نړیوالو ډګرونو کې دا یران دملت دحقوقو ساتنه وکړي.
-
د ایران عراق ترمینځ د موافقو عملیاتی کیدا ترټولو مهم لومړیتوب دی
Jul 31, 2024 01:33د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون ناوخته دعراق له لومړي وزیر سره په کتنې کې ددواړو هیوادونو د موافقو عملیاتي کیدا ترټولو مهم لومړیتوب وبالۀ
-
د پاکستان د پاراچنار سیمې بوږنونکي غمیزې او د بشری حقوقو د کمیشن اندیښنې
Jul 30, 2024 11:31د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په وروستیو خونړیو پيښېو کې چې شپږ ورځې مخکې د مځکې په سر پيل شوې او بیا ورته د فرقه وي نښتو رنګ ورکړل شوی، د مرګ ژوبلو شمیر کابو تر درو سوو کسانو ورسید.
-
په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د استازولیو قونسلي خدمتونه غیر قانوني بلل شوي
Jul 30, 2024 10:32د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په اروپايي هېوادونو کې د خپلو استازولیو قونسلي خدمتونه غیر قانوني اعلان کړل.
-
پاکستان کښې د کرمې او پاړه چنار وروستي امنیتي حالات او اندیښنې
Jul 29, 2024 13:02پارس ټوډې - د پاکستان په شمال لویدیځ کې په کورمې ضلعې کې وسلوالې نښتې په شپږمه ورځ هم روانې دي او د وروستیو اطلاعاتو په اساس پکې ۳۵کسان وژل شوي او څه دپاسه ۱۶۰نور ټپيان شوي دي . د پاکستان اهل تشیّع وائي ،تکفیري عناصر له ترهه ګرو سره په ملګرتیا سره ددغو غمیزو عاملان دي.
-
یو چینايي سوداګر په افغانستان کې د سولري تختو په تولید کې پانګونه کوي
Jul 28, 2024 03:02یو چینایي سوداګر غواړي چې په افغانستان کې د سولرو د تولید په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
-
نن يکشنبه د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
Jul 28, 2024 02:59د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د بهېدو اټکل کړی دی.