نوی حکومت به د ایران د ملت دعزت او ګټو ساتونکی وی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150812-نوی_حکومت_به_د_ایران_د_ملت_دعزت_او_ګټو_ساتونکی_وی
د ایران داسلامی جمهوریت نوی ولسمشر  ووئيل، د ولس په پشتوانې او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په ملاتړ او لارښونو سره او د هیواد دټولو ارکانو او سیاسی لورو ترمینځ  د اجماع په رامینځّةکیدا سره  به د  ایران دعزت او ګټو او په نړیوالو  ډګرونو کې دا یران دملت  دحقوقو ساتنه وکړي.
(last modified 2024-07-30T21:21:58+00:00 )
Jul 31, 2024 01:49 Asia/Kabul
  • نوی حکومت به د ایران د ملت دعزت او ګټو ساتونکی وی

د ایران داسلامی جمهوریت نوی ولسمشر  ووئيل، د ولس په پشتوانې او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په ملاتړ او لارښونو سره او د هیواد دټولو ارکانو او سیاسی لورو ترمینځ  د اجماع په رامینځّةکیدا سره  به د  ایران دعزت او ګټو او په نړیوالو  ډګرونو کې دا یران دملت  دحقوقو ساتنه وکړي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،  د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ناوخته د ایران د اسلامی شورا په  صحن کې  د  سوګند له پورته کولو وروسته نوی حکومت  چې  د پارلیمان د  استازو د باؤر د راي په ترلاسه کولو س ره به د اجرائي  مسئولیّتونو  په غاړه لرونکی شي، د ملی وفاق حکومت وباله او وې وئيل،  نوی حکومت به د درستو ایرانیانو د  دحقوقو  تامینولو ته پابنده وي.

 د ایران نوي ولسمشر  ددې خبرې  په کولو سره چې د ایران اسلامی جمهوریت پر اوسنیو پيچلو شرائطو او په وړاندې په خطرو باندې دغلبې  او دتل پاتې پراختیا دلارو په پرانیستو باندې غلبې ته  اړتیا لري، ټينګار وکړ، نړئ هم د قدرتمند، سوله غواړي اوعزتمند ایران  په ګډون سره   د سیمه ایزو او نړیوالو  مشکلاتو د حل لپاره له دغه کم ساري فرصته استفادې ته اړتیا لري.

د ایران دمجریه قوې مشر روښانه کړه ، ایران یو مسنجم، کرار  او باثباته هیواد دی او د سیمې په څپانده  ګردو غبار  و طوفانونو په اوج کې او دخدای بخښلي ابراهیم ریئسي په شهادت پسې ، په بشپړ سیالۍ کې سالم او امید بخښونکي انتخابات ترسره کړل او د یوزړتوب او آرامښت په  کمال کې  د هیواد په اداره کولو کې نوی سپرکې راپنځیدلی دی.

 هغه همداراز د خپل حکومت  دبهرني سیاست لومړیتوب ،  له ګاونډيو هیوادونو سره داړیکو ښه کیدا او پیاوړتیا  وبلله او وې وئيل،  ګاونډي  هیوادونه باید  خپل ارزښتمنې سرچینې  په ستومانه کونکو سیالیو او تاؤتریخوالو  کې ضایع نه کړي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د نوی ولسمشر مسعود پزشکیان  دلوړې ولولناکې دستورې  پرون ناوخته  د ایران د اسلامی شورا په ستر هال کې د سلګونو بهرنیو او داخلی میلمنو په شتون سره ترسره شوې .