-
ولې ملګرو ملتونو د ټرمپ د کډوالۍ ضد چلند په وړاندې خبرداری ورکړی دی؟
Nov 29, 2025 09:02پارس ټوډې - ملګرو ملتونو د ټرمپ د کډوالۍ ضد څرګندونو ته ځواب ورکړ.
-
اردوغان: د فلسطیني هېواد جوړول د فلسطین د ملت تر ټولو لوی حق دی
Nov 29, 2025 08:51پارس ټوډې - د ترکیې ولسمشر د فلسطین هېواد جوړول د فلسطینیانو تر ټولو لوی حق وباله او په غزې کې د اوربند تړون پر پیاوړي کولو، د ملکي وګړو امنیت پر تضمین او سیمې ته د بشري مرستو پر رسولو یې ټینګار وکړ.
-
اروپايي ټولنې د افغان نجونو د زده کړو پر ملاتړ ټینګار وکړ
Nov 29, 2025 08:21په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ټینګار کړی چې د افغان نجونو او ښځو له زدهکړو ملاتړ کوي.
-
امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې د ورکړې بهیر وځنډاوه
Nov 29, 2025 08:08د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر دې وروسته به د افغانستان د پاسپورټ لرونکو ته ویزې ور نه کړي.
-
ترکي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Nov 29, 2025 08:05د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د ترکیې د خپلواکو صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې (موسیاد) له رییس او غړو سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراخو فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
-
هند له افغانستان سره د ۷۳ ټنه درملو او طبي توکو مرسته وکړه
Nov 29, 2025 08:01د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره د روغتیايي هڅو د پیاوړتیا په موخه یې ۷۳ ټنه درمل، واکسینونه او نور اړین طبي توکي کابل ته لېږدولي.
-
پاکستان: له افغانستان سره اوربند نه ټینګېږي
Nov 29, 2025 08:00پاکستان د جمعې په ورځ وویل چې له افغانستان سره اوربند «نه ټينګېږي» ځکه چې د ترهګرو ډلو بریدونه په پاکستان کې لا هم روان دي.
-
ايران د عربستان او پاکستان له نوي دفاعي تړون څخه ولې ملاتړ وکړ؟
Nov 29, 2025 07:32پارس ټوډی – د امواج میډیا تحليلي ویب پاڼې د ايران له لورې د سعودي عربستان او پاکستان د نوي دفاعي تړون ملاتړ، د امريکا له امنيتي تړاو څخه د سيمې د هېوادونو د خلاصون او د سيمهييزو ملګرتیاؤ د پياوړتيا په لور يو ګام بللی دی.
-
امام خامنه يي: د ایران ملت له شک پرته هم امریکا او هم صهیونیسټي رژیم ته ماتې ورکړه
Nov 28, 2025 09:13پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب رهبر روښانه کړه: په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې، د ایران ملت بې له شکه هم امریکا ته ماتې ورکړه او هم صهیونیسټانو ته. راغلل، شرارت یې وکړ، ګوزارونه یې وخوړل او تش لاس بېرته ستانه شول.
-
برادر: د افغانستان دښمنان دې نور زموږ حوصلې نه ازمايي
Nov 28, 2025 11:18د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، افغانان هېچاته اجازه نه ورکوي چې پر خاوره یې تېری وکړي او هر تېري ته به ځواب ورکړي. برادر دغه خبرې د ملي دفاع وزارت ځانګړو کمانډویي ځواکونو د شپږمې دورې فراغت غونډه کې کړې دي.