په کابل کې د دوحې د کاري ډلې درېیمه غونډه وشوه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په کابل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه د یوناما په کوربهتوب په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو ترڅنګ د یوناما، ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو، د ځینو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او اړوندو کارپوهانو په حضوري او انلاین توګه ګډون کړی وو.
ویل کېږي یاده ناسته پر دوو برخو وېشل شوې وه چې لومړۍ برخه یې د ودې او شمولیت او دویمه یې د همږغۍ او شفافیت موضوعاتو ته ځانګړې شوې وه.
خبرپاڼه کې راغلي، د ناستې په لړ کې د طالبانو استازو په افغانستان کې وروستۍ لاستهراوړنې او پرمختګونه شریک کړل. دغهراز ګډونوالو هم په خپل وار د طالبانو د هڅو او لاستهراوړنو د ستاینې ترڅنګ د خصوصي سکټور د ملاتړ برخه کې د خپلو ترسره کړو همکاریو یادونه وکړه او د دوامدارې همکارۍ لپاره یې خپله ژمنتیا تازه کړه.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې، ټولو اړخونو ننګونو ته د رسېدو لپاره وړاندیزونه وکړل او پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وشو.