افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i170592-افغانستان_او_شاوخوا_سیمو_کې_یې_ترهګریز_فعالیتونه_لیدل_کېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د هند او پاکستان ترمنځ سیمو کې د"ترهګریزو" فعالیتونو شتون لیدل کېږي.
(last modified 2026-02-10T07:52:57+00:00 )
Feb 10, 2026 12:19 Asia/Kabul
  • افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د هند او پاکستان ترمنځ سیمو کې د"ترهګریزو" فعالیتونو شتون لیدل کېږي.

لاوروف دا څرګندونې د بریکس له نړیوال ټلویزیون سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه د روسیې له لومړیتوبونو څخه ده.

روسیه په نړۍ کې یواځنۍ هېواد دی چې د افغان طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او ورسره نږدې اړیکې لري.

افغان طالبانو تر اوسه د لاوروف د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه اندېښنې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی به هېچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.