-
د ایران پرضد جنګ دامریکا د ولسمشر ټرامپ له اټکل څخه سخت دی
Jul 27, 2026 10:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د «سي بي ایس» ټیلويژن او د «یوګاو» شرکت لخوا د ګډې ترسره شوې نظرسنجې نتیج ښودنه کوي د امریکا د اکثره خلکو په نظر د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا جنایتکارانه جنګ له هغه څه سخت دی چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ یې تمه لرله.
-
د هر ایرانی د شهادت په بدل کې به یو امریکایي عسکرجهنم ته واستول شي
Jul 25, 2026 05:01پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) د مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې ووئيل؛ له دې وروسته، د هر هغه ایرانی وګړي د شهادت په بدل کې چې شهید شي، یو امریکائی عسکر به ووژل شي
-
تسلیمېدل د ایرانیانو په ډیکشنرۍکې ځای نه لري
Jul 25, 2026 05:13پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوئې درستیزوالۍ مرستیال او غږملونکي وویل، تسلیمېدل د ایران د خلکو په فرهنګ او دود کې ځای نه لري او د ایران د وسلهوالو ځواکونو قدرت د امریکا لپاره د باور او منلو وړ نه دی.
-
د امریکا د پوځي مرکزونو د کوربه هیوادونوعام خلک دې له دغوځایونو لیرې ووسي
Jul 24, 2026 16:20سپاه پاسدارانو په سیمې کې د امریکائي پوځي مرکزونود کوربه هیوادونو خلکو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی، دامریکائي پوځيانو د پوښښ اوپټيدا له ځایونو دې فوري لیرې شي.
-
د امریکا کانګرس د ایران پر ضد د جنګ د درولو غوښتنه وکړه
Jul 24, 2026 14:18د امریکا د کانګرس استازو مجلس پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان جنګ وباسي.
-
په اردن ،بحرین،کویت او قطرکې د امریکا پوځي اډې د ایران بېپیلوټه الوتکو په شیشت کې
Jul 24, 2026 14:06پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د خپلو پرلهپسې بېپیلوټه عملیاتو په دوام کې، په اردن، کویت،قطر او بحرین کې د امریکا د پوځ مهم مرکزونه د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو ټارګټ کړل او لوخړې ئې ترې پورته کړې.
-
د ایران پر ضد په پوځي تېري کې هرډول ګډون، تېری بلل کېږي
Jul 24, 2026 13:27پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ایران پر ضد د امریکا په پوځي برید کې دې د خپل احتمالي ګډون او ملګرتیا په اړه ځواب ووايي.
-
آیا امریکا د ایران په ضد په جنګ کې سټراټژيک بندون ته رسیدلې؟(تبصره)
Jul 24, 2026 12:31پارس ټوډې – د امریکا یو شمېر مخکښو شنونکو او د سیاسی او من یتی چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې واشنګټن د ایران پر ضد داسې جنګ وارد شوی چې لازماً به سیاسي او سټراټیژیکې بریا ته ونه رسېږي. د دوي په اند، د امریکا اصلي ستونزه د جنګ پیل نه، بلکې له هغه سټراټیژیک بندونه د وتلو د لارې موندل دي چې هره ورځ لا پسې ژوَرېږي.
-
د ایران او عراق مشرانو د سټراټیژیکو ملګرتیاؤ پر ژورتیا ټینګار وکړ
Jul 23, 2026 17:05پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق مشرانو د دواړو هېوادونو ترمینځ پر ژورو تاریخي، کلتوري، دیني او ولسي اړیکو د ټینګار ترڅنګ، د دغې ارزښتمنې پانګې پر ساتنې او پیاوړتیا د سټراټیژیکو همکاریو د پراختیا لپاره د مهم بنسټ په توګه ټینګار وکړ.
-
ټرمپ نه د هرمز تنګي د پرانیستلو توان لري او نه د عربستان د ساتنې
Jul 22, 2026 14:51پارس ټوډې د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ یوه مسئول مقام محمد الفرح د یمن پر ضد د عربي هېوادونو دریځ وغنده او وې ویل، ډونالډ ټرمپ نه د هرمز تنګي د پرانیستلو توان لري او نه هم د عربستان د ساتنې وړتیا لري.