تسلیمېدل د ایرانیانو په ډیکشنرۍکې ځای نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175536-تسلیمېدل_د_ایرانیانو_په_ډیکشنرۍکې_ځای_نه_لري
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوئې درستیزوالۍ مرستیال او غږملونکي وویل، تسلیمېدل د ایران د خلکو په فرهنګ او دود کې ځای نه لري او د ایران د وسله‌والو ځواکونو قدرت  د امریکا لپاره د باور او منلو وړ نه دی.
(last modified 2026-07-25T00:46:20+00:00 )
Jul 25, 2026 05:13 Asia/Kabul
  •   تسلیمېدل د ایرانیانو په ډیکشنرۍکې ځای نه لري

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوئې درستیزوالۍ مرستیال او غږملونکي وویل، تسلیمېدل د ایران د خلکو په فرهنګ او دود کې ځای نه لري او د ایران د وسله‌والو ځواکونو قدرت  د امریکا لپاره د باور او منلو وړ نه دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې ، امیر سمندري حبیب‌الله سیاري په خپلو خبرو کې، د اوسنیو حساسو شرایطو په ترڅ کې د ټولنیز زغم د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل چې د ایران د خلکو او چارواکو ترمینځ د یووالي، همغږۍ او ګډ کار ساتل او پیاوړي کول د امریکا د  ترهګر پوځ  پر وړاندې د بریا راز دی.

هغه زیاته کړه:ټول باید په دې ډګر کې متحد او همغږي  واوسو او د شهید رهبر او د وروستیو تپل شوو جنګونو  د نورو شهیدانو د لارې په دوام سره، یو ځل بیا د نړیوال استکبار نظام ته وښایو چې د ایران خلک او اسلامي انقلاب دوه نه بېلېدونکي عناصر دي او هېڅکله به د دوي ترمنځ بېلتون رامنځته نه شي.

امیر البحر سیاري د اسلامي انقلاب او د ایران د خلکو پر ضد د نړیوال استکبار د تېرو ۴۸ کلونو د دښمنۍ او ژورې کینې په یادولو سره وویل:  قومي او قبیلوي اختلافونو ته  لمن وهل، بېلتون غوښتنه، د اته کلن  جنګ تپل، کلتوري یرغل، نرمه جنګ او ګډ  (ترکیبي) جنګ هغه لارې وې چې نړیوال استکبار په دغو کلونو کې د ایران پر ضد وازمویلې، خو هر ځل د دښمن له ماتې او د ایران د ملت له بریا سره مخ شوې.

هغه زیاته کړه:د خلکو په ډګر کې شتون، د اسلام د مبارزانو ملاتړ او د هغوی د سرښندنې د وروستیو دوو تپل شوو جګړو پر مهال د امریکائي ـ صهیونیستي دښمن د ماتې اصلي لامل و.

هغه وویل چې په دغه بهیر کې د خلکو رول بشپړ څرګند دی، ځکه چې دښمن خپلو ټاکل شویو موخو ته ونه رسېد، دا د هغوی د ماتې معنا لري؛ ځکه د ایران اسلامي جمهوریت د جنګ پیل کوونکی نه ؤ او یوازې ئې د خپل هېواد د دفاع هدف درلود.

امیر سیاري په پای کې وویل:د اسلامی انقلاب د شهید رهبر او د وروستیو دوو  تپل شوو جنګونو د نورو شهیدانو د وینو په برکت، اوس  د ایران خلک د خپل هېواد په دفاع، له کمزوري دښمن څخه د غچ اخیستنې په احساس او د مقاومت د قدرت په لوړولو کې تر پخوا ډېر پیاوړي او ټینګ شوي دي، او دا حقیقت د دښمنانو لپاره د باور او منلو وړ نه دی. همدا لاره باید تر وروستۍ بریا پورې دوام ومومي.