-
په اسرائیلي پوځ کې د ځانوژنې بېساری ریکارډ
Dec 31, 2025 09:14پارسټوډې – د صهیونیسټي رژیم پوځ د ۲۰۲۵ میلادي کال په راپور کې د ۲۱ د ځانوژنې پېښو او د دې رژیم د ۱۵۱ پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی؛ هغه شمېرې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ځانوژنې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
-
ایرانی اتل ( د سردار سلیماني د شهادت د تلین ځانګړی پروګرام)
Dec 30, 2025 10:22د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایراني اتل ( د سردار سلیماني د شهادت د تلین ځانګړي پروګرام) سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
په غزه کښې قصدي سیلاب؛ د کډوالو خیمې په اوبو کښې ډوبې شوې
Dec 30, 2025 07:02د صهیونیسټي رژيم د ځواکونو له خوا د غزې درّې د بند پرانیستل د کډوالو د استوګنځایونو په لور پراخ سیلابونه راوویستل او بشري بحران یې لا پسې زیات کړ.
-
صهیونیسټي مؤسسه: د اسرائیلو د ټکنالوژۍ د برخې کارکوونکي د تېښتې په لټه کې دي
Dec 29, 2025 09:52پارسټوډې – د یوې صهیونیسټي مؤسسې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې هغو صهیونیسټانو چې په اشغال شویو سیمو کې د څو مليتي شرکتونو، په ځانګړي ډول د دې رژیم د ټکنالوژۍ په برخه کې کار کوي، بهر ته د لېږد غوښتنې زیاتې شوې دي. دا بهیر د اسرائیلو له لوري پر غزې د دوو کلونو جګړې ته د غبرګون په توګه رامنځته شوی دی.
-
سومالی لینډ؛ د نړیوالو ګټو او صهیونیسټي دسیسود تقاطع ځای
Dec 29, 2025 09:36پارس ټوډې - د صهیونیسټ رژیم لخوا د سومالی لینډ په رسمیت پیژندلو اقدام د عرب لیګ او نړیوالې ټولنې له غبرګون سره مخ شو.
-
السوډاني: ایران د عراق په کورنیو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه لري
Dec 29, 2025 08:04پارسټوډې – د عراق لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د عراق په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه او نفوذ نه لري، او د دواړو هېوادونو اړیکې د دیني او کلتوري ګډو ارزښتونو او د ترهګرۍ پر ضد له بغداد د تهران د ملاتړ پر بنسټ ولاړې دي.
-
د یرغل په شرایطو کې بېوسلې کیدا د نیواکګرو په ګټه دي
Dec 29, 2025 01:53د لبنان د حزبا...عمومي منشي د مقاومت د وسلوپر مځکه کیښودل یوه بشپړه «اسرائیلي ـ امریکائي» پروژه وبلله او وې ویل، هر ډول هغه هڅه چې د صهیونیسټي رژیم د پرلهپسې یرغلونو پر مهال وسلې انحصاري کړي، د دې لامل کېږي چې د لبنان د جنوب ځینې سیمې په نیواک کې پاتې شي.
-
ایران او قطر د یمن د ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنې ټینګار وکړ
Dec 29, 2025 01:46نړیواله ټولنه باید پر صهیونیسټي رژیم دباؤونه زیات کړي، څو خپلو ژمنو ته بشپړ پابند پاتې شي او د نسلوژنې، نیواکګرۍ او پراختیا غوښتنې سیاستونه ودروي او په سیمې د اور د لمبو له زیاتولو ډډه و کړي.
-
د ایران او اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جنګ؛ کوم لوري زیات لګښت ورکړ؟
Dec 28, 2025 12:36پارستودي – د ۲۰۲۵ کال د جون د ۱۳مې نېټې د ځايي وخت له مخې، د سهار کابو ۳:۱۵ بجې پرلهپسې چاودنو تهران ولړزاوه.
-
طالبانو حکومت د اسرائیلو لخوا د «سومالي لېنډ» رسميت پېژندنه غندلې
Dec 28, 2025 11:31د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د اسرائيلي رژیم له لوري د سومالیا فدرالي جمهوریت څخه د «سومالي لېنډ» سیمې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل، په کلکو ټکو غندلي دي.