په اسلام اباد کې د ډاکټر مسعود پزشکیان تود هرکلی وشو
پارس ټوډې- هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
زمونږخبریال د دینا نیوز له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان نن غرمه د یوه ورځني رسمي سفر لپاره اسلامآباد ته ورسېد، چې هلته ئې په نور خان هوائي هوائي دګر کې د پاکستان ولسمشر ،لومړي وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو تود هرکلی وکړ.
هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
د پاکستان هوائي ځواک د جې ایف-۱۷ جنګي الوتکو په بدرګه او د ۲۱ توپونو په سلامۍ سره د ایرانی ولسمشر درناوی وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، د ډاکټر مسعود پزشکیان ترڅنګ یو لوړپوړی پلاوی هم ملګری دی چې وزیرانو او نور لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې شامل دي.
تسنیم خبری آژانس هم راپور ورکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان له سفر مخکې د پاکستان د رول ستاینه کړې او ویلي ئې دي چې د اسلامآباد هڅې د پام وړ او د قدر وړ وې.
د اسلامی ا یران ولسمشر دا هم ویلي چې د دغه سفر موخه یوازې د پاکستان له همکاریو مننه نه ده، بلکې له امریکا سره د شوي تړون د عملي کېدو ارزونه هم ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې د تړون ټولې مادې د نړیوالو قوانینو او د ایران د روا حقوقو له مخې پلې کېږي.
پزشکیان زیاته کړې چې د دغه تړون عملي کېدل کولای شي د سیمې ګڼې ننګونې کمې کړي او په داسې وخت کې لا زیات ثبات رامنځته کړي چې د اسلامي هېوادونو پر ضد د وحشي اسراییلو بریدونه او پوځي تېري لا هم دوام لري.