د اسرائیلو توکمپال حکومت د امریکا د ملاتړ وړ نه دی
پارس ټوډی- د امریکا د ورمونټ ایالت خپلواکه سناتور برني سندرز د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت د وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د ټول لبنان د سوځولو غوښتنه ئې کړې وه، وویل: دا د یوه جنګي جنایتکار خبره ده او د اسرائیلو توکمپال حکومت د امریکا د ملاتړ مستحق نه دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، سناتور برنی سندرز په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي؛د لبنان د سوځولو په اړه د ایتامار بنګویر څرګندونې د کابینې د یوه مسئول وزیر عادي خبرې نه دي؛ بلکې دا د یوه جنګي جنایتکار خبرې دي.
هغه زیاته کړه: د اسرائیلو نژادپاله او افراطي حکومت د امریکا د ملاتړ وړ نه دی.
بنګویر د لبنان د حزبالله د مبارزانو په عملیاتو کې د څلورو اسرائیلي پوځیانو له وژل کېدو وروسته ادعا کړې وه چې ټول لبنان باید وسوځول شي او د لبنان پر ضد ئې د بریدونو د زیاتولو غوښتنه کړې وه.
هغه تر دې وړاندې هم د اسرائیلو له ۱۱ ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ویلي وو چې تلابیب باید د لبنان په جنوب کې بشپړه ازادي ولري او دغه سیمه د اسرائیلو د «لوبې په ډګر» بدله کړي.
بنګویر همدارنګه ټینګار کړی و چې پوځي عملیات باید دوام ومومي، څو حزبالله ته د خپلو پوځي وړتیاوو د بیا رغولو فرصت ورنه کړل شي.