-
د غزې عالمان؛د خاورې پرېښول له خاورې او د شهيدانو له وينې سره خيانت دی
Aug 18, 2025 10:04د غزې د عالمانو ټولنې د مسلمانو عالمانو، خطيبانو او اغېزشیندونکو شخصيتونو څخه غوښتنه کړې چې د عامې هڅونې او د صهيونيستي دښمن د اجباري کډوالۍ د پلانونو د ناکامولو لپاره دې اقدام وکړي.
-
د غزې د اوسېدونکو د جبري کډه کولو په اړه د اشغالګر رژیم پریکړه جنګي جنایت دی
Aug 18, 2025 03:42پارس ټوډې – د ایران بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره، د صهیونیسټي رژیم جرمونو او د غزې د خلکو جبري کډه کولو غندنه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې د غزې ښار د اوسیدونکو د جبري کډه کولو په اړه د اشغالګر رژیم پریکړه جنګي جرم او د انسانیت پر وړاندې د جرم یوه څرګنده بیلګه ده.
-
د غزې پر الاهلي روغتون د اسرائیلي رژیم په بمبارۍ کې اووه فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Aug 18, 2025 03:37د غزې ښار پر الاهلي روغتون د اسرائیلي رژیم د بمبارۍ په پایله کې اووه فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
-
په کشمیر کې د فلسطین له خلکو سره بیا پیوستون اعلان شو
Aug 17, 2025 02:06پارس تودي - د هند په شمال کې د کشمیر په غرني ښار کارګیل کې زرګونو خلک سړکونو ته ووتل او د غزې تړانګې له مظلومو فلسطینیانو سره ئې خپل پیوستون اعلان کړ.
-
که امریکا اوصهیونیستټان بیاکومه تیروتنه وکړي،لاسخت ځواب به وویني
Aug 17, 2025 01:47پارس تودي - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ، د ازادو او پتمنو بندیانو د بېرته ستنېدود کلیزې د لمانځلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې یو ځل بیا جنایتکارې امریکا او وحشي صهیونیستي رژیم ته جدي خبرداری ورکوي چې که بیا کوم شیطاني عمل تکرار کړي، نو د تير وخت په پرتله به له سختو او پریکنده اقداماتو سره مخ شي.
-
۳۱ اسلامي هیوادونو د نتانیاهو څرګندونې وغندلې
Aug 16, 2025 11:52د ۳۱ اسلامي او عربو هیوادونو خارجه وزارتخانو او سیمه ایزو سازمانونو د «ستر اسرائيل» په هکله د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو څرګندونې په کلکه وغندلې او هغه یې د عربو د ملي امنیت او د سیمه ایزو صلحې خلاف نیغ په نیغه ګواښ وباله.
-
لوړ پوړی ایراني ډیپلومات: له اسراییلو د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ له قضایي اخلاقو یوه حیرانونکې سرغړونه ده
Aug 16, 2025 11:30پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر نن شنبه په یو پیغام کې له صهیونیسټ رژیم څخه د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ ته په ځواب کې وویل: د داسې رژیم ملاتړ چې په محکمه کې ګڼې دوسیې لري د نړیوالې محکمې اعتبار کمزوری کوي.
-
د ملګرو ملتو په تور لیسټ کښې شاملیدو ته د حماس غبرګون
Aug 16, 2025 10:53پارس ټوډی – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) نن د جنسي تشدد او وسله والو نښتو په لړ کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي رپورټ رد کړ او د ملګرو ملتو په تور نوملړ کښې یې د دې غورځنګ د نوم د شاملولو فیصله د قانوني نظره نامعتبره او د حقیقت اپوټه وبلله.
-
د حسینی اربعین له زیارتوالو د اهل سنت خدمت کول،د یووالی او یوزړتوب بیلګه
Aug 16, 2025 10:11پارس ټو ډې ؛د ایران د کردستان سیمې د خلکو په تیره بیا د اهل سنتو له خوا د حسینی زیارتوالو میلمه پالنه او د زیارتوالو خدمت کول د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او همدلۍ ښکاره بېلګه ده. هغه وویل، اوس د ټولنې اسلامي یووالي ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده او چارواکي باید د دې ارزښتناکې شتمنۍ ساتنه وکړي.
-
د اسراییلو پوځي شنونکی: تل ابیب د ایران د غچ اخیستنې له وېرې د لوړ پوړو افسرانو لپاره امنیتي ترتیبات بدلوي
Aug 16, 2025 09:22پارس ټوډی - د عبراني ژبې معاریو ورځپاڼې یو پوځي شنونکي د شنبې په ورځ وویل چې نیواکګر پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د وروستۍ جګړې وروسته اړ شو چې د لوړ پوړو پوځي افسرانو د ساتنې ټول مفهوم بدل کړي.