۳۱ اسلامي هیوادونو د نتانیاهو څرګندونې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163482-۳۱_اسلامي_هیوادونو_د_نتانیاهو_څرګندونې_وغندلې
د ۳۱ اسلامي او عربو هیوادونو خارجه وزارتخانو او سیمه ایزو سازمانونو د «ستر اسرائيل» په هکله د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو څرګندونې په کلکه وغندلې او هغه یې د عربو د ملي امنیت او د سیمه ایزو صلحې خلاف نیغ په نیغه ګواښ وباله.
(last modified 2025-08-16T10:54:38+00:00 )
Aug 16, 2025 15:22 Asia/Kabul
  • ۳۱ اسلامي هیوادونو د نتانیاهو څرګندونې وغندلې

د ۳۱ اسلامي او عربو هیوادونو خارجه وزارتخانو او سیمه ایزو سازمانونو د «ستر اسرائيل» په هکله د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو څرګندونې په کلکه وغندلې او هغه یې د عربو د ملي امنیت او د سیمه ایزو صلحې خلاف نیغ په نیغه ګواښ وباله.

د نړۍ ۳۱ مسلمانو او عربو هیوادونو او همداشان د عرب اتحادیې عمومي منشي،  د اسلامي ملګرتیا سازمان عمومي منشي او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا عمومي منشي په یوې ګډې بیانیې کښې ټینګار وکړ چې د نتانیاهو څرګندونې، د نړیوالو قوانینو او د اړیکو د اصولو څرګنده خلاف ورزي، د عربو ملي امنیت او د هیوادونو حاکمیت ته نیغ په نیغه ګواښ او د سیمې او نړۍ د صلحې او امنیت لپاره یو ستر خطر دی.

د عربي او اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتخانو  د نړیوال قانون او د ملګرو ملتو منشور ته په خپل احترام باندې په ټینګار سره، وویل چې دا هیوادونه به له هر ډول سلطې او د زور له کارولو پرته، د امنیت، صلحې او پراختیا د تثبیت لپاره ټول ضروري سیاستونه او اقدامات اعمال کړي.