که امریکا اوصهیونیستټان بیاکومه تیروتنه وکړي،لاسخت ځواب به وویني
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163492
پارس تودي - د ایران د  اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ د شنبې په ورځ په یوې  اعلامیې کې ، د ازادو  او پتمنو بندیانو د بېرته ستنېدود کلیزې د  لمانځلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې یو ځل بیا جنایتکارې امریکا او وحشي صهیونیستي رژیم ته جدي خبرداری ورکوي چې که بیا کوم  شیطاني عمل تکرار کړي، نو د تير  وخت په پرتله به له سختو او پریکنده اقداماتو سره مخ شي.
(last modified 2025-08-17T01:48:54+00:00 )
Aug 17, 2025 05:17 Asia/Kabul
  • که امریکا اوصهیونیستټان بیاکومه تیروتنه وکړي،لاسخت ځواب به وویني

پارس تودي - د ایران د  اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ د شنبې په ورځ په یوې  اعلامیې کې ، د ازادو  او پتمنو بندیانو د بېرته ستنېدود کلیزې د  لمانځلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې یو ځل بیا جنایتکارې امریکا او وحشي صهیونیستي رژیم ته جدي خبرداری ورکوي چې که بیا کوم  شیطاني عمل تکرار کړي، نو د تير  وخت په پرتله به له سختو او پریکنده اقداماتو سره مخ شي.

د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ په خپلې اعلامیې کې ویلي: د اسلامي انقلاب ستر تاریخ، په خپلو پیچلو ټيټو هسکو کې، د ایرانیانو د ایمان او بې ساري غیرت ډېرې زرینې پاڼې ثبت کړې دي، چې په بېلابېلو برخو کې ئې سترې بریاوې او حماسې پنځولي دي. دا عظمت د نړۍ د زور، زر او تزویر د نظام د مشرانو لپاره یو جامع عبرت دی، ځکه چې دا ستر ملت د خپل حکیم، دانا او زړور رهبر  په رهبرئ  سره  ثابته کړې چې هیڅ طاقت  د زور او ګواښ په ژبه ورسره خبرې نشي کولی. په اعلامیې کې  زیاته شوې: یو ځل بیا  جنایتکارې امریکا او وحشي صهیونیستي رژیم ته جدي خبرداری ورکوو چې د  ایران پر ضد له دسیسو  او شرارتونو  لاس واخلي، ځکه که کومه تېروتنه یا شیطاني عمل وکړي، نو هغه څه چې د ۱۲ ورځنۍ تحمیلي جګړې پر مهال د زغم  سبب شوي او پراخ عملیاتو ته ئې لاره نه ورکړه، که بیا تکرار شي، نو له نوو حیرانوونکو او له پخوا څخه  به له لا ډېرړ سختو او کوټلو اقداماتو سره مخ شي.