-
په هندوستان کې اسلام ضده افراطي بهیرونو د مسلمانانو په ضد جنایتونه زیات کړي
May 31, 2025 10:14د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو څانګې یوې خپرې شوې اعلامیې کې د هندوستان په بېلابېلو سیمو کې د مسلمانانو ټولنې پر وړاندې د کرکې وړ پېښو د زیاتوالي او په دغه هېواد کې د اسلام ضده پروسې د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
-
افغان طالبان وائي؛له پاکستان سره د ملګرتیاؤ د اړیکو لوړول به زیات شي
May 31, 2025 09:41د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسلامآباد د چارواکو د هغې فیصلې هرکلی وکړ چې په کابل کې ئې خپل ډیپلوماټیک استازیتوب له کاردار څخه سفیر ته لوړ کړ، چې دوي به هم په متقابل ډول په اسلامآباد کې د افغانستان د سفارت کاردار هم سفیر ته لوړ کړي.
-
صهیونیستي رژیم په راما... کې د عربو خارجه وزیرانو په غونډې کې خنډونه رامینځته کړل
May 31, 2025 09:10د صهیونیستي رژیم چارواکو وئيلي دي، د فلسطین د خپلواکې ادارې یا کورواکه تشکیلاتو سره به د عربي هېوادونو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ډلې د کوربهتوب لپاره، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ وي، ملګرتیا ونه کړي.
-
د ایران او افغانستان د ترانزیټ او سوداګرۍ په ودې کې د دوغارون رول
May 29, 2025 10:25د ایران د د خراسان رضوي ولایت د نړیوالو ټرانسپورتي شرکتونو د اتحادئې مشر د فعالو شرکتونو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې سره، د دوغارون سرحد د هیواد په ختیځ کې د اقتصادي مرکز په توګه مهم وباله او د ایران او افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا کې ئې پر رول ټینګار وکړ.
-
"خوشبینه اوسه څو نېکمرغه شې"؛ په اسلام کې خوشبیني او مثبت فکر کول
May 29, 2025 08:23پارس ټوډې - خوشبیني یا مثبت فکر کول، په ژوند کې د ټولو مثبتو، لوړوونکو او هیله مندو ذهني ظرفیتونو په کارولو سره په پام کې نیول کیدی شي، څو د ذهن لخوا رامنځته شوي منفي عواملو او د ژوند مایوسه کوونکو احساساتو ته تسلیم نشي.
-
خبرونه | بقايي: ایران به د یورانيومو له غني کولو لاس وانه خلي / پر اسرائیلو د بندیز لپاره د ۸۰۰ بریتانیايي شخصیتونو غوښتنه
May 27, 2025 10:30پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له CNN شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې ایران به په هېڅ حالت کې د یورانيومو له غني کولو لاس وانه خلي.
-
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د فلسطین بیرغ پورته شو
May 27, 2025 09:42پارس ټوډې - د روغتیا نړیوال سازمان په کلنۍ غونډه کې، د فلسطین د بیرغ د پورته کولو وړاندیز، په ۹۵ موافقو رایو سره تصویب او په دې سازمان کې د فلسطین بیرغ پورته شو.
-
په بحران پسې بحران؛ په صهیونیسټي رژیم د بودجې د خسارې دباؤنه نورهم زیاتیږي
May 26, 2025 10:00پارستوډي- صهیونیستي رسنیو وئيلي دي، په غزې کې د جګړې بیا پیل د اسرائیلي رژیم د بودجې د ډيرې خسارې لامل شوی دی.
-
د ډاکترې آلاء تراژیدي؛ د هغه لسو فلسطیني ماشومانو مور چې ۹ اولادونه یې په یوه وخت کې له لاسه ورکړل
May 26, 2025 09:37د مې په ۲۳مه د جمعې په ورځ، د غزې په جنوبي برخه کې د خان یونس په ناصر روغتون کې، د یوې فلسطینۍ ډاکترې د نهو ماشومانو د شهادت خبر، د هغو نه تصور کېدونکو کړاوونو له دردناکو خبرونو څخه وو، چې د دې سیمې خلک یې د نړیوالې ټولنې له شرمناکې چوپتیا سره، د اشغالګر رژیم د نږدې دوه کلنې نسل وژنې جګړې په سیوري کې زغمي.
-
د ایران د کراټې لوبغاړې آتوسا ګلشادنژاد د آسیا اتله شوه
May 26, 2025 07:48پارستوډي- د ایران د کراټې لوبغاړې میرمن آتوسا ګلشادنژاد، په قدرت سره د آسیا د کراټې اتلولۍ سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه.