د روغتیا په نړیوال سازمان کې د فلسطین بیرغ پورته شو
(last modified Tue, 27 May 2025 08:42:37 GMT )
May 27, 2025 13:12 Asia/Kabul
  • د روغتیا په نړیوال سازمان کې د فلسطین د بیرغ پورته کېدل
    د روغتیا په نړیوال سازمان کې د فلسطین د بیرغ پورته کېدل

پارس ټوډې - د روغتیا نړیوال سازمان په کلنۍ غونډه کې، د فلسطین د بیرغ د پورته کولو وړاندیز، په ۹۵ موافقو رایو سره تصویب او په دې سازمان کې د فلسطین بیرغ پورته شو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د روغتیا په نړیوال سازمان کې د فلسطین د بیرغ پورته  کولو وړاندیز د چین، پاکستان، عربستان او نورو هېوادونو له خوا مطرح شوی وو، په داسې حال کې چې د څلورو هېوادونو لکه مجارستان، چک جمهوريت، آلمان او صهیونیسټي رژیم له خوا ورسره مخالفت وشو.

دا پریکړه په داسې حال کې شوې چې د فرانسې له لورې د فلسطین د رسميت پېژندلو اړوند اټکلونه زیات شوي دي. همدارنګه دا اقدام د فلسطینیانو د نړیوالو موقفونو د ترلاسه کولو په بریالیتوبونو کې راځي، لکه د تېر کال د ملگرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د غړیتوب ترلاسه کول.

په جنیوا کې د ملگرو ملتونو د اروپايي سازمان په انګړ کې  د فلسطین سفیر ابراهیم خریشه، دا سمبولیک اقدام د نړیوالې ټولنې د برخې په توګه د فلسطین د موقعیت ښودنه وبلله.

په جنیوا کې د ملگرو ملتونو د اروپايي سازمان په انګړ کې  د فلسطین سفیر هیله څرګنده کړه چې فلسطین به په نږدې راتلونکي کې وکولای شي د روغتیا نړیوال سازمان او د ملگرو ملتونو اړوند د نورو ادارو په بشپړه توګه غړیتوب ترلاسه کړي.