د ایران د کراټې لوبغاړې آتوسا ګلشادنژاد د آسیا اتله شوه
پارستوډي- د ایران د کراټې لوبغاړې میرمن آتوسا ګلشادنژاد، په قدرت سره د آسیا د کراټې اتلولۍ سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه.
د کراټې لوبې د آسیا د اتلولۍ یوویشتم پړاؤ،چې د جمعې په ورځ د ازبکستان په کوربتوب او په تاشکند ښار کې پیل شوې،پرون یکشنبې ورځې د بېلابېلو برخو وروستیو سیالیو په ترسره کولوسره پاي ته ورسیدې.د پارستوډي د راپور له مخې، د میرمنو په انفرادي کومیته کې،د ایران ټیم دوه فینالیسټ لوبغاړې درلودې چې نتیجه ئې یو د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډال و.
په منفي ۶۱ کیلوګرام وزن کې،د ایران د کراټې مشهوره لوبغاړې، آتوسا ګلشادنژاد، په وروستۍ سیالۍ کې د ازبکستان د سوینچ اوتوبایوآ په وړاندې ودرېده او د هوښیارې مبارزې په وړاندې کولو سره ئې پنځه پر یوه بریا ترلاسه کړه او د سرو زرو مډال ئې خپل کړ.
په منفي ۵۵ کیلوګرام وزن کې فاطمه سعادتي د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ. فاطمه قاسمي هم د برونزو مډال ترلاسه کړ.
له دې مخکې، سارا بهمنیار په منفي۵۰ کیلوګرام وزن او د میرمنو د کومیته ټیم دوه برونزو مډالونه ترلاسه کړي وو.
د ایران د میرمنو د کراټې ملي ټیم د یو سرو زرو، یو سپینو زرو او دوه برونزو مډالونو په ګټلو سره د آسیا د اتلولۍ په سیالیو کې خپل کار پای ته ورساوه.
همدارنګه،د نارینهو په انفرادي کومیته کې، د ایران ټیم یوازې یو فینالیست درلود او پردې اساس،مرتضي نعمتي د ۷۵- کیلوګرام وزن په وروستۍ سیالۍ کې د قزاقستان د نورکانات آژیکانوف په وړاندې ودرېد او د پنځه پر درې په ماتې سره ئې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.
د نارینهو د کومیته ټیم په فینال لوبو کې،چې د براعظم او نړیوالو سیالیو ترټولو مهمه برخه ده،د ایران ټیم د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.