-
ملګري ملتونه دې د افغان کډوالو په اړه خپل مسئولیت وپيژني
Jul 08, 2026 15:36امیرخان متقي پرون له دغو چارواکو سره وکتل او د افغانستان او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو ترمینځ ئې د همکاریو د پیاوړتیا، د افغان کډوالو د وضعیت، بشري او پراختیائي مرستو، د بېرته ستنېدونکو کډوالو اړتیاوو، د بدیلو معیشتونو د رامینځته کولو او د دوامدارو پراختیائي پروګرامونو د پلي کولو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
-
ایران: د کیوبا په ګډون د خپلواکو هېوادونو پر ضد په کلکه د بندیزونو مخالف یو
Jul 08, 2026 05:26په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني وايي، د ایران اسلامي جمهوریت یو ځل بیا د کیوبا په ګډون د خپلواکو او حاکمو هېوادونو پر ضد د هر ډول اقتصادي، سوداګریزو او مالي بندیزونو په اړه خپل کلک مخالفت څرګندوي.
-
روغتیائي او درملنیزې مرستې باید سیاسي نه شي
Jul 06, 2026 06:17د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا نړیوالې ادارې له سیمهییزې مشرې سره په لیدنې کې وویل چې روغتیائي، درملنیزې او بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
-
د ایران د اهل سنتو دینی عالم: د اسلامی انقلاب شهید رهبر د اسلامي امت د یووالي چورلیز ؤ
Jul 06, 2026 05:51پارس ټوډې – د ایران د کرمانشاه ولایت د پاوه ولسوالۍ د اهل سنتو د جمعې امام وویل چې د اسلامي انقلاب شهید رهبر د اسلامي نړۍ له اغېزشیندونکو شخصیتونو، د قرآن کریم حافظ او مفسر و، او د هغه قرآني او یووالي رامنځته کوونکو افکارو د مقاومت، د اسلامي امت د یووالي او د اسلامي ایران د عزت په پیاوړتیا کې تلپاتې رول درلود.
-
سياېناېن راپور ورکړی؛ تهران د ترټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره تیار شوی
Jul 06, 2026 05:11یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې تهران د اسلامي امت د شهید لارښود له وروستي وداع وروسته د تاریخ د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
-
په نړیوالو رسنیو کې د د شهید رهبر د الوداعي دستورو پراخ انعکاس
Jul 04, 2026 16:36د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.
-
پر دښمن دسختې او ناڅاپي څپيړې ګوزارونه پاي نه لري
Jul 04, 2026 14:52پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا ـ فضا ځواک قوماندان وویل: د ایران قدرمن ملت ته وایم چې د هوا ـ فضا ځواک په لیکو کې ستاسو سرښندونکي به ستاسو په استازیتوب د خپل قهر غونچه ایز ګوزارونه پر دښمن وکړي.
-
د ایران شهید رهبر د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي لپاره ستر ګامونه واخیستل
Jul 03, 2026 15:48پارس ټوډې – د روسیې د مسلمانانو د دیني ټولنې مفتي او مشر باور لري چې د ایران مجاهد او شهید رهبر حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي،د خپل ژوند په مودې کې د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي (تقریب مذاهب) لپاره مهم او اغېزشیندونکي ګامونه پورته کړي دي.
-
د ملګرو امنیت شورا دې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي
Jul 03, 2026 12:43پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي د لوېدیځې اسیا د وضعیت په اړه د بحرین په غوښتنه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غونډې پر جوړېدو نیوکه وکړه او وې ویل، امنیت شورا باید له هغو پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې ډیپلوماسي کمزورې کوي او یا هم کړکېچونه لا پسې زیاتوي.
-
یو معترض د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته ځان ته اور واچاوه
Jul 03, 2026 05:35د را پورونو له مخې؛ تېره شپه د سیمهییز وخت له مخې، یوه معترض د امریکا د نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر مخې ته ځان ته اور واچاوه.