-
په ممبۍ کې د یوه جومات دروازې پرغیرمسلمانانو پرانیستل شوې
Aug 23, 2025 01:52د هند د ممبئ د چشیته جومات د هند د خپلواکۍ ۷۹ کلیزې او د پیغمبر اکرم (ص) د زوکړې د لمانځنې په مناسبت د «زما له جومات سره آشنا شه»په نامې سره پروګرام پیل کړ. په دغه پروګرام کې غیرمسلمانانو ته هم اجازت ورکړل شوی چې جومات وګوري.
-
درې اروپایي هېوادونه د ایټمی موافقې د شخړو د حل میکانیزم کارولو لپاره صلاحیت نه لري
Aug 23, 2025 01:43د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې درې اروپایي هېوادونه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د شخړو د حل میکانیزم کارولو او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د لغوه شوو پریکړه لیکونو د بیرته ګرځولو لپاره قانوني او اخلاقي صلاحیت نه لري.
-
درې اروپایي هېوادونه د سنیپ بیک میکانیزم کارولو لپاره قانوني او اخلاقي صلاحیت نه لري
Aug 23, 2025 01:38عباس عراقچي روښانه کړه چې ایران لکه څنګه چې په خپلې دفاع کې پریکنده عمل کوي، د ډیپلوماسۍ لاره ئې هم هیڅکله نه ده پریښې او د هرې ډیپلوماټیکې حل لارې لپاره چې د ایران د خلکو حقونه او ګټې تضمین کړي، چمتو دی.
-
د اسرائيلو سوچه دروغ ؛ په غزې کې هیڅ ډول لوږه نشته!
Aug 23, 2025 01:07په غزې کې له ۵۵ زرو څخه زیات نوزیږي ماشومان او امیندوارې ښځې زیاتې تغذیې ته اړتیا لري. د روغتیا نړیوالې ادارې په خپلې اعلامیې کې زیاته کړې چې قحطي د غزې په ټولو برخو کې په پراخېدو ده.
-
امنیت شورا باید د اسرائیلو په دوامدارو بې ثباته کوونکو اقداماتو سترګې پټې نه کړي
Aug 22, 2025 10:20په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د سورئې پر خلکو د لګول شویو ټولو یو اړخیزو او غیرقانوني زورواکو اقداماتو د لغوه کولو هرکلی وکړ او روښانه ئې کړه: بندیزونه هیڅکله باید د سورئې په داخلي چارو کې د سیاسي زور یا مداخلت د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
-
په عراق کې له عین الاسد پوځي اډې د امریکائي پوځيانو وتل پیل شول
Aug 22, 2025 10:14پارس ټوډې - امریکا ئي پو ځیانو له عین الاسد څخه وتل د بغداد او واشنګټن ترمینځ د پخواني موافقې د یوې برخې په توګه ترسره کیږي چې موخه ئې په عراق کې د نړیوال پوځي ائيتلاف د ماموریت پای ته رسول او دا ملګرتیا په غیر پوځي امنیتي ملګرتیا بدلول دي. –
-
په افغانستان کې دداعش او ټي ټي پي شتون د پاکستان لپاره ګواښ دی
Aug 22, 2025 10:05په ملګرو ملتو کې د پاکستان استازي په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې د داعش او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون د دغه هېواد د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
-
اروپائي ټرائيکا دې د خپلو ژمنو په اړه عملي ګامونه پورته کړي
Aug 22, 2025 09:55د ایران او اروپائي ټرائیکا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمیینځ به نن ناوخته ټلیفوني خبرې اترې وشي او د ایران په ضدد بندیزونو په لیرې کولو به د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ټینګار وکړي.
-
د صهیونیسټي رژیم د پوځ محرمو احصایو افشا کېدل؛ په غزه کې ۸۳ سلنه قربانیان ملکیان دي
Aug 22, 2025 01:22پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم د پوځ یوه محرمانه ډېټابیس چې رسنیو ته درز کړی، ښیي چې د ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې پورې یوازې ۱۷ سلنه هغه فلسطینیان چې په غزه کې وژل شوي، پوځي وو.
-
د فلسطینیانو په وژلو او شکنجه کولو کې د صهیونیسټي رژیم پوهنتونونه غوره رول لري
Aug 20, 2025 01:34د کالیفورنیا پوهنتون څیړونکې او د اسرائیلو یهودي تابعیت لرونکې مایا ویند،، په خپل کتاب کې، چې یو مهم سند بلل کیږي، د اسرائیلو پوهنتونونو او د وژنې سیستمونو ترمینځ مستقیمه اړیکه ایشوا کړې ده. هغې د رسمي آرشیفونو او اسنادو ته لاسرسی موندلی او د فلسطیني او یهودي محصلینو او استادانو سره ئې مرکې کړي دي، چې ښئي څنګه د اسرائیلو پوهنتونونه د سلطې لابراتوارونو باندې بدل شوي دي.