د اسرائيلو سوچه دروغ ؛ په غزې کې هیڅ ډول لوږه نشته!
په غزې کې له ۵۵ زرو څخه زیات نوزیږي ماشومان او امیندوارې ښځې زیاتې تغذیې ته اړتیا لري. د روغتیا نړیوالې ادارې په خپلې اعلامیې کې زیاته کړې چې قحطي د غزې په ټولو برخو کې په پراخېدو ده.
پارستودي - وروسته له دې چې د روغتیا نړیوالې ادارې په لومړي ځل په غزې تړانګې کې د قحطۍ پېښېدل په رسمي توګه تائید کړل، د اسرائیلړ د بهرنیو چارو وزارت د روغتیا نړیوالې ادارې اټکلونه ناسم وبلل او ادعا ئې وکړه چې دا راپورونه به د ګندټوکرئ ته وغورځول شي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د روغتیا نړیوالې ادارې راپور جعلي دی او داسې جوړ شوی چې د حماس د تبلیغاتي کمپاینونو سره سمون ولري.
د روغتیا نړیوالې ادارې وئيلي دي، په غزې کې قحطي په پراخېدو ده او دا لومړی ځل دی چې په مینځني ختیځ کې د قحطۍ پېښه ثبت شوې ده.
دغې ادارې ویلي، په غزې کې له ۵۵ زرو څخه زیات نوزیږي ماشومان او امیندوارې ښځې زیاتې تغذیې ته اړتیا لري. د روغتیا نړیوالې ادارې په خپلې اعلامیې کې زیاته کړې چې قحطي د غزې په ټولو برخو کې په پراخېدو ده.