اروپائي ټرائيکا دې د خپلو ژمنو په اړه عملي ګامونه پورته کړي
د ایران او اروپائي ټرائیکا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمیینځ به نن ناوخته ټلیفوني خبرې اترې وشي او د ایران په ضدد بندیزونو په لیرې کولو به د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ټینګار وکړي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي پرون ناوخته د ایران او اروپا ترمینځ د ایټمي موضوع په اړه د خبرو اترو د وروستي وضعیت په اړه د ایرنا خبریال پوښتنې ته په ځواب کې تائید کړې وه چې د ترسره شوي همغږۍ پر اساس، د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د جمعې په ورځ، د اګست په ۳۱ ، د فرانسې، انګلستان او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي اتحادئې عالي استازې اغلې کایا کالاس سره په یوې ګډې ټیلیفوني اړیکې کې خبرې اترې وکړي.
د «اسماعیل بقائي» په وینا، په دغو ټلیفوني خبرو اترو کې به د اټومي موضوع او د ایران غوښتنو، په تیره بیا د ظالمانه بندیزونو د لیرې کولو او همدارنګه د ایران د ایټمي تاسیساتو پر وړاندې د ترسره شویو جنایتکارانه بریدونو په اړه د مقابل لوري د ځواب ویلو د اړتیا په اړه بحث وشي.