-
د سلواغې د دویشتمې په لاریون کې د ولس په پراخ ګډون سره، د دښمنانو د دسیسو شنډېدل
Feb 13, 2023 04:13د اسلامي ایران چارواکو او د سیاسي چارو کارپوهانو د سږ کال د سلواغی د دوویشتمې په لاریون کې د خلګو پراخ ګډون د ولس او د مسئولینو تر مینځ د وحدت نښه او د دښمنانو د دسیسو د ښنډېدلو لامل وباله.
-
نړیواله ټولنه دې په سوریې باندې لګول شوي ظالمانه بندیزونه لیري کړي
Feb 13, 2023 04:11په تهران کې د سوریې سفیر ټینګار وکړ چي نړیواله ټولنه باید سملاسي او له کوم قید او شرط پرته، په سوریې باندې ظالمانه بندیزونه ختم کړي او بشري مرستو ته لاره هواره کړي.
-
د ایران مرستندویه ټیمونه زلزله ځپلو ته روزنه ورکوي
Feb 13, 2023 04:07په سوریې کې له زلزلې وروسته، د ځمکې د رېږد دوام ته په کتو سره، د ایران مرستندویه ټیمونه، زلزله ځپلو ته د ځمکې د رېږدېدو پر مهال د پناه اخیستلو د څرنګوالې روزنه ورکوي.
-
د پاکستان په کویټه کې د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې مناسبت ولمانځل شو
Feb 13, 2023 03:54د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کویټې په ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګری کې د اسلامي انقلاب د بریا څلور څلوېښتمه کلیزه ولمانځل شوه،
-
د ترکیې او سوریې د زلزلو د مړو شمېر به ۵۵ زرو ته ورسېږي
Feb 13, 2023 03:46په بشري چارو او بېړنیو مرستو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وړاندوینه کړې چې په ترکیې او سوریې کې به د زلزلې له امله د مړو شمېر ۵۵ زره کسانو ته ورسېږي.
-
د فیس بوک اړوند میټا کمپنۍ ۱۳ سلنه کار کوونکي له دندو ګوښه کوي
Feb 12, 2023 13:54د فیس بوک اړوند میټا کمپنۍ مشر وایي، چې د یوې ارزونې وروسته به راتلوونکې مارچ میاشت کې د خپلو کارکوونکو په شمېر کې دیارلس سلنه کموالی راولي.
-
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، روان کال به ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري
Feb 12, 2023 13:31د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه را پور کې ویلي چې روان کال به په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشري او ۱۷.۶ میلیونه خلک چې ډیری یې ماشومان دي، روغتیاي مرستو ته اړتیا لري.
-
رانا نویدالحسن او عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې به برخه کې دنده پیلوي
Feb 12, 2023 08:50د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز بالر رانا نوید الحسن او پخواني اوپنر عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې په برخه کې یو کلن تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یاد دواړه پخواني لوبغاړي خپلو دندو ته ډیر ژر کابل ته ولاړ شي.
-
سراج الدین حقاني وایي، اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی او پر اصلاحاتو یې ټینګار وکړ.
Feb 12, 2023 08:35د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دوی حکومت ته په اشارې سره ویلي چې اوسنۍ وضعه د منلو وړ نده او پر اصلاحاتو یې ټینګار کړی دی.
-
د کرکټ لوبې افغاني او پاکستاني نندارچیان په جلا ځآیونو کې کینول کیږي
Feb 12, 2023 11:39د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ چې د مارچ وروستیو کې په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي، د لوبغالي د انتظامیې له لورې د دواړو لوبډلو افغاني او پاکستاني نندارچیان په جلا، جلا ځایونو کې کینول کیږي.