د ایران مرستندویه ټیمونه زلزله ځپلو ته روزنه ورکوي
په سوریې کې له زلزلې وروسته، د ځمکې د رېږد دوام ته په کتو سره، د ایران مرستندویه ټیمونه، زلزله ځپلو ته د ځمکې د رېږدېدو پر مهال د پناه اخیستلو د څرنګوالې روزنه ورکوي.
د ایران اسلامي جمهوریت د بشري مرستو تر څنګ سوریې ته د مرستندویو ټیمونو په لېږدولو سره، د زلزله ځپلو سره په مختلفو زمینو کې د مرستې هڅه کوي.
په سوریې او ترکیې کې له زلزلې څخه د یوې اوونۍ په تېرېدو سره، لاهم د ځمکې رېږد دوام موندلي او د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰ زرو تنو څخه اوښتی دی.
د ایران د سره میاشتې د کمیټې مشر او سوریې ته د استول شوی ټیمونو سرپرست محمد کبادی د زلزلې پر مهال، له زلزلې وروسته او د پناه اخیستلو په زمینه کې د سوریې د زلزله ځپلو لپاره روزنیز ورکشاپونه پیل کړي دي.
د یادو ورکشاپونو موخه دا ده چی زلزله ځپلې کورنۍ د طبیعې پېښو پر مهال او له هغه وروسته څرنګه د ځان ساتنه وکړي او کومو ځایونو کې پناه واخلي.