نړیواله ټولنه دې په سوریې باندې لګول شوي ظالمانه بندیزونه لیري کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127864-نړیواله_ټولنه_دې_په_سوریې_باندې_لګول_شوي_ظالمانه_بندیزونه_لیري_کړي
په تهران کې د سوریې سفیر ټینګار وکړ چي نړیواله ټولنه باید سملاسي او له کوم قید او شرط پرته، په سوریې باندې ظالمانه بندیزونه ختم کړي او بشري مرستو ته لاره هواره کړي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Feb 13, 2023 04:11 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې په سوریې باندې لګول شوي ظالمانه بندیزونه لیري کړي

په تهران کې د سوریې سفیر ټینګار وکړ چي نړیواله ټولنه باید سملاسي او له کوم قید او شرط پرته، په سوریې باندې ظالمانه بندیزونه ختم کړي او بشري مرستو ته لاره هواره کړي.

څو ورځې وړاندې د ترکیې په جنوبي او د سوریې په شمالې سیمو باندې یوه زوروره زلزله راله چي د امله له ۳۰ زرو زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ او په زرګونو هم زخمیان شول.

د ایران اسلامي جمهوریت تر دې دمه د تیارو له لارې سوریې ته د بشري مرستو ۶ جوپې استولې دي، او د ایران مرستندوی ټیمونه، د زلزله ځپلو سره په مرستو باندې لګیا دي، خو سوریه د امریکې او اروپایي هیوادونو د بندیزونو د امله د زلزله ځپلو سره، د مرستو په زمینه کې له سختو ستونزو سره لاس په ګرېوان دی.

د سوریې سفیر شفیق دیوب ایراني محصلینو سره، په غونډه کې وویل: سوریې کې له زلزلې وروستهو د ایران اسلامي جمهوریت یو ځلې بیا د سوریې له ولس څخه خپل پرېکنده ملاتړ وښودله.

هغه زیاته کړه چي ایران سره همکاریو ته دوام ورکوو، او له ایران سره به یو ځای د امریکې فشارونه شنډ کړو.

شفیق دیوب وویل: سوریه کې د بیارغونې چارې پیلوو، ټوله ظالمانه بندیزونه به شنډ کړو او په سیمه کې د مقاومت د محور رول له مخکې نه زیات به پیاوړی کړو او د اسرائیل د رژیم نیواک ته به د پای ټکی کښېږدوو.