-
درې ایراني سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوې
Dec 29, 2025 08:13پارسټوډې – درې ایراني سپوږمکۍ «ظفر ۲»، «پایا» او «کوثر ۱.۵» فضا ته وتوغول شوې.
-
السوډاني: ایران د عراق په کورنیو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه لري
Dec 29, 2025 08:04پارسټوډې – د عراق لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د عراق په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه او نفوذ نه لري، او د دواړو هېوادونو اړیکې د دیني او کلتوري ګډو ارزښتونو او د ترهګرۍ پر ضد له بغداد د تهران د ملاتړ پر بنسټ ولاړې دي.
-
لاوروف: د فلسطیني دولت جوړېدل د تاریخي بېعدالتۍ جبران دی
Dec 29, 2025 07:56پارسټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د فلسطین د خپلواک هېواد جوړېدل د فلسطین او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اوږدمهاله شخړې د حل لپاره یو اساسي ګام او د تاریخي بېعدالتۍ جبران دی.
-
طالبانو حکومت د اسرائیلو لخوا د «سومالي لېنډ» رسميت پېژندنه غندلې
Dec 28, 2025 11:31د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د اسرائيلي رژیم له لوري د سومالیا فدرالي جمهوریت څخه د «سومالي لېنډ» سیمې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل، په کلکو ټکو غندلي دي.
-
عراقچي: کابل کې حاکم نظام شته، خو حکومت باید د خلکو پر اراده، عدالت او ګډون ولاړ وي
Dec 28, 2025 09:06د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي باور څرګند کړی چې، ټول افغانان باید د خپل راتلونکي برخلیک لپاره د حکومت په ټاکلو کې حق ولري.
-
ایران د بندیزونو په اوج کې علمي او تخنیکي لوړو څوکو ته رسېدلی
Dec 27, 2025 03:40پارسټوډي – د ایران د اسلامي انقلاب رهبر، ټول پرمختګونه د بندیزونو په دوره کې وبلل.
-
له نن څخه ۴۶ کاله پخوا په دې ورځ شوروي پر افغانستان یرغل وکړ
Dec 27, 2025 03:34له نن څخه ۴۶ کاله پخوا د ۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۷مه /۱۳۵۸ د مرغومي ۶/ د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د هماغه وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښېناوه.
-
په توکیو کې د افغانستان سفارت راتلونکې میاشت خپل فعالیت دروي
Dec 27, 2025 02:52په جاپان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د راتلونکې میاشتې په پای کې به خپل فعالیت ودروي. په توکیو کې د افغانستان سفارت د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو لهخوا اداره کېږي.
-
د ایران او اروپايي ټولنې ترمنځ درې میلیارده یورويي سوداګري
Dec 27, 2025 02:47پارسټوډې – د اروپايي کمیسیون د احصایې مرکز د ایران او اروپايي ټولنې ترمنځ د درې میلیارده یورويي سوداګرۍ خبر ورکړ.
-
په لومړي ځل له کندهار څخه قطر ته انار صادر شول
Dec 27, 2025 02:44په کندهار کې د «شفیع نصیب» په نوم یوه خصوصي سوداګریز شرکت د دغه ولایت انار د قطر او دوبۍ بازارونو ته صادر کړي دي. د یاد شرکت چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت یې شاوخوا ۲۰ټنه انار قطر ته د لومړي ځل لپاره صادر کړي دي.