ایران خپلې رېللارې د افغانستان له لارې له چین سره نښلوي
ایران یو پلان وړاندیز کړی چې خپله رېللاره د افغانستان له لارې له چین سره ونښلوي. د ایراني چارواکو په وینا، دا لاره د چین او ایران ترمنځ د توکو د لېږد واټن لنډوي او حتی تر اروپا پورې د رېلګاډي مستقیم تګ راتګ ممکنولی شي.
د ایرناخبري اژانس د راپور له مخې، دا رېللاره کولای شي له چین څخه ایران ته د توکو د لېږد واټن نژدې ۵۰ سلنه کم کړي او د ختیځ ـ لوېدیځ دهلیز جنوبي څانګه لا فعاله کړي.
د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له چین څخه ایران او د اروپایي ټولنې پر لور تر ۶۳ ډېر اورګاډي ایران ته داخل شوي، حال دا چې تېر کال دا شمېر یوازې ۷ رېلګاډو ته رسېده.
ایراني چارواکي وایي، د لارې په اوږدو کې د هېوادونو ترمنځ د ګډو تعرفو د ټاکلو لپاره د څو اړخیزو تفاهملیکونو لاسلیک د رېلګاډو د تګ راتګ په زیاتېدو کې مهم رول لوبولی دی.
ایرنا خبري اژانس همداراز ویلي چې تمه ده د چین–اروپا پر مسیر د شپږو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړو له امله، په کال کې د تېرېدونکو رېلګاډو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ته ورسېږي.
په همدې تړاو، د ایران د رېللارو ادارې د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا ته ویلي چې دا طرحه د ایران او چین ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانسپورټي اړیکو د ښه کېدو په موخه وړاندې شوې ده.