-
د "الاقصی طوفان" عملیات د مشروع دفاع په چوکاټ کې ترسره شول
Oct 21, 2023 02:39د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر وویل: د «الاقصی طوفان» عملیات د مشروع دفاع او د فلسطین د خاورې له نیواک سره د مقابلې په چوکاټ کې چې د ګران فلسطیني ملت له حقونو څخه د سرغړونې سره مخ شوی دی،ترسره شول.
-
د پاکستان ولسمشر پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملو پر زیاتیدو اندېښنه څرګنده کړه
Oct 20, 2023 04:19د پاکستان ولسمشر په غزې تړانګې کې د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیسټي رژیم د حملو پر زیاتیدو اندېښنه څرګنده کړه.
-
په غزه کې پر معمداني روغتون بمباري د صهیونیسټي رژیم په تور تاریخ کې د عطف ټکی دی
Oct 18, 2023 14:05د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د صهیونیسټي رژیم له لوري په غزه کې پر معمداني روغتون د بمبارۍ په غندلو او د غزې مظلومو او بې دفاع خلکو او ټولو فلسطینیانو او اسلامي امت ته د تسلیت په وړاندې کولو سره وویل: نن سبا له صهیونیسټي رژیم څخه نفرت د ټولو خلکو، مختلف باورونو او کسانو په منځ کې خپل اوج ته رسېدلی دی.
-
ولسمشر رئیسي د قطر له امیر او د عراق له لومړي وزیر سره د فلسطین د حالاتو په اړه ټلفوني خبرې وکړې
Oct 15, 2023 02:23د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د فلسطین د اوسني وضعیت او د غزې د تړانګې د حالاتو په اړه ټلفوني خبرې وکړې.
-
په غزې کې دې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو مخه ونیول شي
Oct 14, 2023 09:01د سورئې ولسمشر په دمشق کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره په کتنې کې ټينګار وکړ، باید هڅه وکړو څو د غزې د مظلومو خلکو به ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروډي ډوله جنایتونو د دوام مخه نیول شي.
-
د الاقصی طوفان عملیاتو په اړه د روسیې او چین بېلابېل دریځونه
Oct 11, 2023 12:45د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته، له صهیونیسټي رژیم سره د امریکا او د هغه د لوېدیځو ملګرو له بشپړ ملاتړ او حتی د واشنګټن له خوا دغه رژیم ته د پوځي مرستو او مهماتو له لیږلو سره سره، روسیې او چین د لوېدیځ د دوو سیالو قدرتونو په توګه، په دې برخه کې متفاوت دریځ غوره کړی او د لوېدیځ سیاستونه، په ځانګړې توګه د فلسطین د خلکو له حقونو څخه سترګې پټول، د وروستیو پېښو لامل ګڼلی دی.
-
په دمشق کې د برید مسئولیت د ترهګرو د بهرنیو ملاتړو پر غاړه دی
Oct 06, 2023 12:32د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په سوریې کې د ترهګرې حملې پړه، د دغه هېواد د خاورې د اشغالګرو په ګډون، د ترهګرو پر بهرني ملاتړو باندې واچوله.
-
د ایران ولسمشر د سیمې د جیوپالیټک او پولو د ساتلو په اهمیت ټینګار وکړ
Oct 05, 2023 01:56د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سیمې د سرحدونو او جیوپالیټک د ساتنې په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: په هره پلمه سیمې ته د پردیو هیوادونو راتګ، د سیمې د هیڅ کوم هیواد په ګټه نه دی.
-
ولسمشر رئيسي د اسلامي هېوادونو مشرانو او خلکو ته د پېغمبراکرم(ص) د زوکړې مبارکي وويله
Oct 03, 2023 02:55ولسمشر "سید ابراهیم رئیسي" د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د زوکړې د رارسېدو په مناسبت په یو پیغام کې، د اسلامي هېوادونو مشرانو او ولس ته لیکلي: د هغوی ارزښتناک سیرت او اخلاقي ځانګړنې، تل د انسان د ژوند لاره پرانیستونکې او لارښود او کمال او خدای ته د نږدې کېدو لپاره ترټولو غوره بېلګه ده.
-
ایراني ښځو نړۍ ته یوه نوې بېلګه معرفي کړې
Oct 01, 2023 03:02د ښځو په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیالې وویل: ایراني ښځو نړۍ ته د ښځو درېیمه بېلګه معرفي کړه.