د "الاقصی طوفان" عملیات د مشروع دفاع په چوکاټ کې ترسره شول
د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر وویل: د «الاقصی طوفان» عملیات د مشروع دفاع او د فلسطین د خاورې له نیواک سره د مقابلې په چوکاټ کې چې د ګران فلسطیني ملت له حقونو څخه د سرغړونې سره مخ شوی دی،ترسره شول.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ډګرجنرال محمد رضا آشتیاني د عراق له دفاع وزیر ثابت محمد سعید سره په ټلفوني خبرو کې وویل: نن ورځ عراق د سیمه ایزو او عربو خبرو اترو د مرکز په توګه پېژندل کېږي او له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پر وړاندې د مبارزې د زړورتیا نمونه او سمبول دی.
امیر آشتیاني څرګنده کړه: د امریکا لخوا د اوربند د پریکړه لیک ویټو کول، د فلسطین د مظلومو خلکو د وژلو جواز په توګه دی.
د ایران د دفاع وزیر همدارنګه، نیول شویو سیمو ته د امریکې د ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو سفر ته په اشارې سره، د اسلامي امت بیدارۍ او وحدت، د صهیونیسټي رژیم د ملاتړو د دسیسو په شنډولو کې اغېزمن وباله.
د دغه ټلفوني خبرو په دوام کې، د عراق د دفاع وزیر ثابت محمد سعید د غزې د مظلومو خلکو د مرستې لپاره د اسلامي امت ترمنځ د اتحاد د رامنځته کولو په موخه، د عربو او اسلامي هېوادونو له چارواکو سره د عراق د لومړی وزیر د سلامشورو اعلان وکړ .