-
د امريکا يوه اړخيزه تګلاره د زغملو وړ نه ده
Aug 20, 2025 12:54پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د بېلاروس له ولسمشر سره په کتنه کې وويل: نن ورځ امريکا او ځينې اروپايي هېوادونه د يو اړخيزې تګلارې د پراخولو او پر نورو هېوادونو باندې د خپلو نظرونو د تحميلولو په لټه کې دي، چې دا چلند ستاسو او زموږ لپاره د زغملو وړ نه وو او نه دی.
-
د ایران ملت او حکومت د پاکستان له ولس سره غمرازي کوي
Aug 17, 2025 01:37د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان په خیبر پختونخواه کې د ویجاړوونکي سېل په پېښې د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان له ولس سره د خواخوږئ په خاطر ددغه هیواد لومړي وزیر ته د تسلیت پیغام واستوؤ.
-
پزشکیان: مسلمانان په یووالي سره خپل راتلونکی ټاکلی شي
Aug 04, 2025 02:15پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او پيوستون په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: ټول باید لاسونه سره ورکړو او له پردیو د تمې پرځاې، په خپلو شتمنیو او توانمنیو باندې په تکیې سره، په ستونزو باندې د برلاسه کیدو او د پراختیا او پرمختګ لوړو سوکو ته د رسیدو لپاره باید ګام پورته کړو.
-
پزشکیان: ګاونډیانو ته پاملرنه د ایران د بهرني سیاست مرکزي اصل دی
Aug 03, 2025 12:05پارس ټوډې- د ایران ولسمشر وویل: د ګاونډیتوب پالیسۍ ته وده ورکول او ګاونډیانو ته پاملرنه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست مرکزي اصل دی.
-
د ایران ولسمشر افغانستان ته سفر ته خپل چمتووالی اعلان کړ
Jul 27, 2025 01:45د ایران د ولسمشر د هیواد په بهرني سیاست کې د افغانستان لومړیتوب ته په اشارې سره اعلان وکړ چې هغه چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.
-
پزشکیان: په جدیت او د ایران د ټولو سیاسي وړتیاو په کارولو سره به د ډیپلماسۍ لاره تعقیب کړي
Jul 15, 2025 03:55پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون لیکلي دي: باوري یو چې د ډیپلماسۍ کړکۍ خلاصه ده او دغه صلحه ایزه لاره به په جدیت او د ټولو سیاسي ظرفیتونو په کارولو سره تعقیب کړو.
-
پزشکیان: د بې طرفۍ له مراعاتولو پرته د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې غړیتوب بې ارزښته دی
Jul 10, 2025 12:22پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په تېرو کلونو کې د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ د پراخو او اصولي همکاریو تاریخ ته په اشارې سره، وویل: د دې همکاریو دوام، د ایران د اټومي دوسیې په وړاندې د دوه ګوني چلند سمولو پورې مشروط دی.
-
امریکا بیاځل اوکراین ته د وسلوانتقال پیل کړ
Jul 10, 2025 09:00امریکايي چارواکي وايي، دغه هېواد یو ځل بیا اوکراین ته د توپونو او سیار توغندیز سیستم مرمیو د لېږد ترڅنګ، د درنو وسلوانتقال پیل کړی دی.
-
پزشکیان: د ایکو په سرمشریزه کې حاضرو هېوادونو د صهیونیسټي رژیم اقدامات وغندل
Jul 05, 2025 12:34پارس ټوډې - د ایران اسلامي ولسمشر د اذربایجان جمهوریت ته د خپل یو ورځني سفر په تشریح کولو سره، د ایکو د سرمشریزې د اصلي غونډې فضا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ټولو حاضرو هېوادونو د ایران پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم اقدامات په څرګنده او کلکه توګه وغندل.
-
د ایران ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې : د اسلامي هېوادونو یووالی د هر ډول ګواښونو د مخنیوي غوره لاره ده
Jul 05, 2025 02:58پارس تودي - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر «شهباز شریف» سره په لیدنه کې وویل، د اسلامي هېوادونو یووالی او انسجام د دوی پر ضد د زیاده غوښتونکو هېوادونو له خوا د هر ډول ګواښونو د مخنیوي لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ده.