مهاجراني: په غزه کې د جنایاتو بندېدل د کار پای نه دی
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ویاندې وویل: له فلسطیني ملت څخه د تهران ملاتړ «یوازې سیاسي دریځ نه دی، بلکې « د خپل برخلیک په ټاکلو کې د ملتونو د حق» او د ظلم او اشغال پر وړاندې د مقاومت په ژوره عقیده ولاړ دی.»
د ایران د اسلامي جمهوریت ویاندې فاطمې مهاجراني د غزې د اوربند له تړون څخه په ملاتړ سره ټینګار وکړ چې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایاتو بندېدل د کار پای نه دی او د دې جنایاتو عاملان او امر کوونکي باید په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، فاطمې مهاجراني له الميادین شبکې سره په خبرو کې له هر هغه نوښت او اقدام څخه د ایران بشپړ ملاتړ اعلان کړ چې د غزې د نسلوژنې سمدستي درولو لامل شي او زیاته یې کړه: «ایران به له هغو طرحو ملاتړ وکړي چې د اشغالګرو ځواکونو وتل، بشري مرستو ننوتل، د فلسطیني بندیانو ازادي او د دوی بنسټیزو حقونو تحقق پکې شامل وي.»