-
ملګرو ملتونو پر یمن د اسرائیلو د بریدونو دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه
Dec 27, 2024 11:19د ملګرو ملتونو سرمنشي پر یمن باندې د صهیونیسټي رژیم حملې د اندېښنې وړ وبللې او د دغو حملو د بندېدو غوښتنه یې وکړه.
-
د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال ۱۸ رسنۍ تړل شوي او تر ۴۰ زیات خبریالان نیول شوي
Dec 27, 2024 11:06د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۴ پر مهال د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض ۱۸۱ موارد یې ثبت کړي دي چې په دې کې ۱۳۱ د ګواښ او ۵۰ د خبریالانو د نیونې موارد شامل دي.
-
پکتیکا کې د پاکستان د برید له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي دي
Dec 27, 2024 10:27د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان په هوايي بریدونو کې یې د ۲۰ ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړي دي.
-
د تحریر الشام ترهګرو په طرطوس او حمص کښې په معترضانو ډزې وکړې
Dec 26, 2024 04:17د «هیئت تحریر الشام» ترهګرو په هغو اعتراض کونکو ډزې کړې دي چې د یو مشهور علوي شخصیت د مزار له سپکاوي وروسته یې مظاهرې کړې وې.
-
موزمبیق کې د جنجالي ټاکنو له امله د تاوتریخوالي پېښو کې ۲۱ تنه وژل شوي
Dec 25, 2024 14:06د جنوبي افریقا هېواد موزمبیق کې له جنجالي ټاکنو وروسته تاوتریخوالی رامنځته شوی، چې له امله یې ۲۱ کسان وژل شوي دي.
-
د اسرائیلو لخوا د اسماعیل هنیه د ترور د مسئولیت منلو په اړه امنیت شورا ته د ایران لیک
Dec 25, 2024 12:47په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د سه شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په یوه لیک کې، د اسرائیلو له خوا د حماس د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه د ترور د مسئولیت پر منلو ټینګار وکړ.
-
حامدکرزي پر پکتیکا د پاکستان بمباري د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی
Dec 25, 2024 10:12د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره تېری بللی دی.
-
پر پکتیکا د پاکستان په هوایي برید کې د تلفاتو شمېر ۴۶ کسانو ته ورسېد
Dec 25, 2024 09:49د طالبانو ویاند ویلي چې، تېره شپه د پاکستان د جیټ الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسېد.
-
طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
Dec 25, 2024 09:32طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.
-
پر غزې د صهیونیسټي یرغل له پیل راهیسې ۱۴ زره ۵۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي
Dec 24, 2024 04:04د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه راهیسي پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیله تراوسه ۱۴ زره او ۵۰۰ فلسطیني ماشومان په شهادت رسول شوي دي.