اسلام آباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي
Apr 04, 2025 14:18 Asia/Kabul
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ناقانونه افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو د مهالوېش پایته رسېدو وروسته پولیسو ۶۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.
د رسنیو په حواله، پولیسو پرون ۲۲ کډوال په اسلام آباد او ۳۸ په راولپندي کې نیولي دي.
د راپورونو له مخې، پرون د پاکستان په زیاتو ښارونو کې د پولیسو له خوا افغان کډوال نیول شوي.
د پاکستان حکومت د (اې سي سي) او (پي او آر) کارت لرونکو افغانانو ته خبرداری ورکړی، چې د روانې میاشتې تر لسمې نېټې له پاکستانه ووځي.
دغه راز د پاکستان په ټولو ښارونو کې پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پېل کړي.
ټیګونه