-
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر دې استعفا ورکړي
Aug 03, 2025 01:30زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل که چیرې د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر په صوبه کښې امنیت نشي راوستلی نو هغه باید استعفا ورکړي.
-
د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په شمول په ځینو سیمو کښې زلزله راغلي ده
Aug 03, 2025 00:55زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد او دغه راز راولپنډۍ، جهلم او د خیبر پښتونخوا صوبې په شمول ډیرو سیمو کښې زلزله راغلي ده چې شدت یې پینځه اعشاریه یو ریشټره و او دغه زلزله د ځمکې په لس کلومیټره ژوروالي کښې راغلي ده.
-
پاکستان د سیمې د سولې لپاره له ایران سره دوامداره مشارکت غواړي
Aug 03, 2025 00:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل مونږ د سیمې د سولې لپاره له ایران سره د دوام لرونکي مشارکت غوښتونکي یوو.
-
د ایران لوړپوړی دیپلومات: پاکستان ته د پزشکیان سفر د اړیکو د پیاوړتیا نښه ده
Aug 02, 2025 08:48پارستودي- په اسلامآباد کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د مسعود پزشکیان د رسمي سفر اهداف او پروګرامونه تشریح کړل او وویل: دا سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د ژورو کلتوري اړیکو د پیاوړتیا، په اسلامي نړۍ کې د ګډې جبهې د تقویه کولو او د بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پراخولو لپاره د څو مهمو سندونو د لاسلیک نښه ده.
-
پزشکیان: د ایران او پاکستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې به ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړې شي
Aug 02, 2025 08:42پارس ټوډی- د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر د پاکستان پر لور د خپل سفر مخکې د تهران او اسلامآباد ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې وبللې او ویې ویل: موږ پلان لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې په کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړې کړو.
-
د پاکستان پلازمېنه د انقلاب د ستر رهبر او د ایران د ولسمشر په انځورونو سينګار شوې ده
Aug 02, 2025 02:31د پاکستان پلازمېنه د انقلاب د ستر رهبرحضرت امام خامنه ای او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په لویو انځورونو سره سينګار شوې ده.
-
تهران او اسلام آباد د سیمه ییزې سولې مهم لوبغاړي دي
Aug 01, 2025 09:53د پاکستان د اطلاعاع رسونې وزیر اسلام آباد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سفر ډېر مهم او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا د پروسې په دوام کې و باله او ټینګار یې وکړ: تهران او اسلام آباد د سیمه ییزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره مهم لوبغاړي دي.
-
پاکستان د افغانستان د ځینو صادراتي توکو تعرفې کمې کړې
Aug 01, 2025 09:15د پاکستاني رسندویو د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ژر نتیجه ورکوونکي» سوداګریز پروګرام په اړه موافقه وشوه، چې هدف یې د دوهاړخیز تجارت پراخول دي.
-
پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند ۱۰۸ مشران او کارکوونکي په بند محکوم شول
Aug 01, 2025 00:14زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې د فیصلاباد د ترهګرۍ ضد محکمې د تحریک انصاف ګوند او د قامي اسمبلۍ اپوزیشن مشرانو عمر ایوب، زرتاج ګل او شبلي فراز هر یو ته لس ، لس کاله بند سزا اورولې ده.
-
د خیبر پښتونخوا صوبې د سولې ټینګښت لپاره به د اګست له دویمې جرګې پیل شي
Jul 31, 2025 10:13زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر ښاغلي ګنډاپور وویل، چې د یوې دسيسې له مخې هڅه روانه ده چې د حکومت، ولس او امنیتي ځواکونو تر منځ بېباوري رامنځته شي.